ماما قدیر: سږکال بلوچستان نه 105کسان په جبر لادرکه کړل شوي چې د ټولو مقدمې نه دي درج شوې

دبې درکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکی سازمان وایي بلوچستان کې په روان کال کې ۱۰۵ کسان په جبري توګه بې درکه شوې دي چې دټو لو مقدمې تر اوسه نه دی ثبت شوې.

حکومت په دې هکله له څه ویلو څخه ډډه کوي خو د بې درکه شوؤ بلوڅانو لپاره دغږ پورته کوونکي سازمان وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستیال مشر ماما قدیر سږکال له بلوچستان څخه د۱۰۵ کسان د بې درکه کیدو پخلی کړی دی.

ماما قدیر وایي ددغو بې درکه کړل شوؤ کسانو کورنیو دجبري بې درکیو ټول ثبوتونه دوې ته سپارلي دي اؤ دوي د مقدمو د ثبتولو لپاره له اړونده پولیسو سره په تماس کې دي .

دجبري بې درکیو پرضد کوټه کې لګول شوي‌ احتجاجي‌کیمپ کې دخپلې وینا په مهال ماما قدیر بلوڅ وويل وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز يو غير سياسي تنظيم دى چې په جبري توګه د بې درکه کیدو د مخنیوي او د هیواد د قوانینو له مخې د بې درکه شوو کسانو د مسلې د حل لپاره د عدليې په ګډون د صوبې او د مرکزي حکومتونو اؤ د بې درکه شویو کسانو دموندنې لپاره جوړ دولتي کمیسیون سره بشپړه همکاري کوی .

هغه ده وويل سږکال چې دصوبې نه کوم 105 کسان په جبر بې درکه کړل شوي دهغوي كورنيو د خپلو بې دركه شوو کسانو په جبري توګه د بې دركه كولو اسناد او بشپړ مالومات دوې ته ورکړي او دوي به دا د صوبایي او مرکزي حكومت سره په تنظيمي كچه كمېسون ته وړاندې كړې۔

هغه وویل کمیسیون ته ددې معلوماتو د ورکولو مقصد دادی ترڅو دغه کمیسیون پوليسو ته امر وکړي چې ددې قضيو مقدمې دې ژر تر ژره ثبت کړي.

ماما قدیر بلوڅ زیاته کړه چې له تیرو څوارلسو کالو څخه دوي دجبري بې درکیو پرضد سوله ییز احتجاج کوي.

هغه وایي "دلته د عاشورې پرمهال چې مرکزي وزیر رانا ثناء الله راغلی ؤ، ده سره یو سنیټیر او نور خلک هم ملګری وؤ دوي ژمنه وکړه او ډاډ یې راکړو چې د بې درکه شوو خلکو ستونزه به هواروي خو چې هلته لاړو له خپلو خبرو انکاری شو اؤ تر نن پورې هڅ ډول پر مخ تګ نه دی شوی بلکې دخلکو د پورته کولو لړۍ نوره چټک شوې ده"

د کوټې ښار پر عدالت سړک دبې درکه شوو کېمپ کې د ګوادر حق راکړه غور ځنګ مشر مولانا هدايت الرحمان هم موجود ؤ هغه خپله وینا کې وویل "د بې درکه شو خلکو ستونزه د پاکستان پر جمهوري او عدالتي نظام ډیر لویې داغ دی.

هغه وویل چې کوم څوک د قانون او ایین خبره کوي دهغوي لپاره دخلکو په زوره دبې درکیو لړۍ د شرم وړ خبره هم ده،

نوموړي وویل "قانون دی، عدالتونه دي، د خلکو زامن بې درکه دي، کورنیو ته یې درک نشته، میندې او پلرونه په سړکونه باندې سرګردانه ګرځي، د خپلو نازولو عکسونه یې په لاسونو کې دي اؤ ژاړي"

مولانا هدایت الرحمان وویل نه خو په جمهوري ټولنه کې او نه په شرعی توګه دا جایز ده چې خلک دې په جبر بې درکه کړل کړل شي.

دهغه په وینا "که چا جرم کړی دی نو تاسو عدالتونه بیاولې جوړکړي دي، مقدې پرې ثبت کړئ، په بند کې یې واچوي ، دوې ته د درېځ وړاندې کولو موقعه ورکړئ چې عدالت کومه پرېکړه وکړي هغه دې ومنل شي"

د بې درکه شوي ذاکر بلوڅ د کورني يوې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند کړل شي،وويل بلوچستان تباه دی" اوس زمونږ ښځې هم په جبري توګه بې درکه کوي، دوې خپل قانون جوړ کړی دی په زور خلک يوسی وئ وژني بیا یې مړي وغورځوي"

په دې هکله وي او اې ډیوه د بلوچستان دکورنو چارو دصوبایي وزیر او صو بایي سکرټري سره د ټیلیفون له لاری دتماس نیولو هڅه وکړه خو هغوي دخبرو کولو نه ډډه وکړه.

په تيرو وختونو کې حکومت دا توونه ترد کړي چې امنېتی اداري خلک بې درکه کوی او ویلي یې دي چې ځنې خلک امنیتي اداري بدنامول غواړي .

خو د بې درکه شوؤ بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکی سازمان ادعاکوي چې استخباراتي اداري د خلکو په زوره بې درکه کېدو کې کګړې دي.

صوبایي او مرکزي حکومت د بې درکه شوو خلکو دموندنې لپاره کمیسیونونه هم جوړکړي دي، دبې درکه شوؤ بلوڅانو سازمان او بلوڅ سیاسي مشران وايي چې په تیرو دریوؤ کالو کې تر ۳۵۰ ذیات بې درکه شوي کسان را خلاص شوې هم دي