د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوونکي سازمان [وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز] دعوه کړې بلوچستان کې په روان کال کې105 کسان په جبري توګه بې درکه شوي او مقدمې یې هم تراوسه نه دي ثبت شوي، د بلوچستان صوبې وزيرانو دغې دعوې ته د ځواب ويلو نه ډډه کړې ده.
د سازمان مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ وايي، سږ کال له بلوچستان څخه 105 کسان بې درکه شوي او د دغو بې درکه کسانو کورنیو دوی ته ټول ثبوتونه ورکړي دي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې یې وويل، د بې درکه کسانو دپاره جوړ حکومتي کمېشن ته به د دغو کسانو مقدمې وړاندې کوي، له دې مخکې کمېشن ته د 6000 څخه زياتو کسانو قضيې وړاندې کړی شوي او د هغې اورېدنې د هرې ورځې په حساب ترسره کيږي.
ماما قدیر بلوڅ وويل، تنظیم یې په جبري توګه د خلکو بې درکه کېدو د مخنيوي دپاره مبارزه کوي او د حکومتونو ترڅنګ د کمېشن سره همکاري هم کوي.
هغه زیاته کړه، د 105 کسانو د مقدمو درج کولو دپاره کمېشن پوليسو ته امر کړی د دوی مقدمې دې زر تر زره ثبت کړي خو تراوسه مقدمې نه دي درج شوي.
د نوموړي په خبره د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثنا الله ډېر مخکې د دوی سره ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی وو د بې درکه خلکو ستونزه به هواره کړي خو تراوسه په دغه لړ کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی بلکې د بې درکيو لړۍ نوره سېوا شوې ده.
د کوټې ښار پر عدالت سړک د بې درکه کسانو د راخوشي کولو دپاره لګول شوي کېمپ ته د ګوادر د حقونو غورځنګ مشر مولانا هدايت الرحمن هم ورغلی دی.
هغه وويل، "د بې درکه شوو خلکو ستونزه د پاکستان په جمهوري او عدالتي نظام غټ داغ دی قانون شته عدالتونه موجود دي خو د خلکو زامن بې درکه دي کورنيو ته یې درک نشته".
هغه زياته کړه، د خلکو بې درکه کول نه په جمهوريت کې او نه په شريعت کې جايز دي. "که چا جرم کړی دی نو عدالتونو ته دې بوتلی شي، مقدمې دې پرې وچلول شي، د دوی دریځ دې واورېدل شي".
د يو بې درکه تن ذاکر بلوڅ د کورنۍ يوې مېرمن چې خپل نوم یې څرګندول نه غوښته، وې ويل، "اوس زمونږ ښځې هم په جبری توګه بې درکه کول کيږي".
د بلوڅ مسنګ پرسنز د 105 کسانو د بې درکه کولو د دعوې په حقله وي او اې ډيوه د بلوچستان د کورنيو چارو وزير، او سيکرټري سره ليدلي د حکومت د نظر معلومولو هڅه یې کړې خو هغوی د ځواب کولو نه ډډه کړې ده.
خو په تيرو وختونو کې حکومت دغه تورونه ردکړي چې ګنې امنېتی اداري خلک بې درکه کوي، وخت په وخت ويل شوي ځينی خلک امنيتي ادارې بدنامول غواړي.
د بې درکه شوو بلوڅانو دپار مبارزه کوونکی سازمان ادعاکوي د پاکستان استخباراتي ادارې د خلکو په زوره بې درکه کولو کې ککړې دي.
صوبايي او مرکزي حکومت وايي د بې درکه کسانو دپاره کمېشن جوړ کړی شوی دی، سازمان او بلو څ سیاسي مشران مني په تیرو درېو کالو کې تر350 زیات بې درکه کسان را خلاص شوي هم دي.
په زوره د بې درکه شوو کسانو د قضیو د پلټنو او هوارولو دپاره جوړ حکومتي کمېشن په وېب پاڼه شمېرې ورکړی شوي، ترمخه یې د کال 2011م د مارچ د میاشتې راهسې د روان کال جنورۍ د 31مې نېټې پورې ورته د بې درکيو 9294 قضې وړاندې شوي، 7038 قضيې هوارې کړل شوي او د 2256 قضيو پلټنې روانې دي.