په بلوچستان کې د پوهنتونونو زده کونکو د لوړو فیسونو پرضد احتجاجي مظاهره کړې

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزيشن د کوټې پريس کلب مخې ته په یوې احتجاجي مظاهره کې له حکومت څخه غوښتي چې په پوهنتونونو کې د فیسونو د زیاتوالي پرېکړه دې بېرته واخلي.

د پوهنتون زده کونکو (محصلینو) ویلي، کچېرې حکومت د دوی غوښتنې و نه مني نو دوی به خپل احتجاجونه نور هم وغځوي.

احتجاج ته وينا کونکو ویل چي په يوويشتمه پيړۍ کښي هم دوی له تعليمي ادارواو تعليمي سهولتونه څخه بې برخی دي او په صوبه کې د تعلیمي ادارو د شخصي کیدو هڅې روانې دي.

د زده کونکو صوبايي مشر سیف الله خان وايي،

"دلته په ټولو غټو پوهنتونونه کې تعیلم د لوستونکو له وس څخه د باندې دی، فیسونه ورځ تر بله زیاتیږي ، بې روزګاری هم ذیاته ده، له بده مرغه موږ په داسي ریاست کې یو چې دلته تعلیم یوکاروبار ګرځیدلی دی."

زده کونکو غوښتنه وکړه چي په کوئټه يونيورسټئ، سردار بهادر خان وومن يونيورسټي او آئي ټي يونيورسټي (بي يوټي ايم ايس) کې د فيسونو د زياتي والی پریکړه دې بیرته واخستل شي، په کالجونو کښې دې د بی ایس پښتو مضمون، لیپ ټاپ سکیم، ټرانسپورټ، سکالرشپ بحالول او د نورو بنیادي اسانتیاو برابرې کړای شي.

صوبايي حکومت وي، او اې ډیوه ته وویل چې دوی دومره مالی توان نه لري چې د پوهنتونونه ټولې مالی ستونزې په خپله غاړه واخلي، د لوړو زده کړو ادارې (هائر ایجوکېشن) خپله مالی ونډه کمه کړې ده، دوی مجبوړ دی چې فیسونه به زیاتوي.

د پوهنتون د استاذانو د اتحاديې مشر پروفیسر کلیم الله بړېڅۍ وايي،

"موږ له صوبايي حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د پوهنتونونه مالي بودېجه یو ارب روپۍ کړي، مرکزي حکومت د هیواد ټولو پوهنتونونه ته د معاشونو په مد کې یوازې 65 ارب روپۍ ورکوي دا ډیرې کمې دي، دا دې 5 سوه اربه کړل شي بیا به غریب خلک په پوهنتونونه کې سبق وویلی شي."

په بلوچستان کې 13 پوهنتونونه دي چې د صوبائي او مرکزي حکومتونو په مالي مرسته چلېږي.

د پوهنتونونو د استاذانو اتحاديه وايي چې نه يوازې د بلوچستان بلکه د نورو صوبو پوهنتونونه هم له مالي ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې خپل فیسونه زیاتوي.