په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاره جوړو شخصي تعليمي ادارو کې د زده کونکو شمېر کم شوی دی، د دغه تعليمي ادارو مشران وايي د افغان کډوالو د بېرته ستنېدنې لړۍ کې ګڼ شمېر زده کونکي هم بېرته ستانه شوي دي۔
په خېبر پښتونخوا کې په زده کړو بوخت افغان زده کوونکي وايي دوي ته هم د تعليم لړۍ جاري ساتل ګران شوي دي۔
رابعه عبدالرحيمزۍ دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو واک کې له راتلو وروسته پاکستان ته را په کډه شوې ده ،هلته یې د طالبانو لخوا د جينکو په تعليم د بنديز له امله تعليمي لړۍ ماته شوې وه.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وايي پاکستان د راتلو بنيادي مقصد يې خپلو زده کړو ته دوام ورکول دي خو وایي دلته نه د کډوالو واپسۍ انديښمنه کړې اؤ ویره لري چې هلته د طالبانو او دلته د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله به يې زده کړې نيمګړي پاتې شي۔
دهغې په خبره "دطالبانو د حکومت سره مونږ نه شو کولې چې خپل درس ووايو، مونږ ته خپل اینده نه دی معلوم، مونږ دلته راغلي يو چې خپل درس دوام داره وساتو، خو دلته هم د پوليس له ويرې له کورونو نه شو راوتلی"
د طالبانو حکومت د 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته په ورپسې ستمبر میاشت کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د تېر 2022م کال د دسمبر په 20مه یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز پځای کړی دی۔
د طالبانو له واکمنېدو وروسته په زرګونو کډوال پاکستان ته راغلي وو خو د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وچې پاکستان کې پهغېر قانوني توګه میشت بهرنیان دې تر 31م اکتوبر پورې پخپله ووځي کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.
د پاکستان حکومت وايي تراوسه نزدې څلور نيم لکه افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.
په پېښور کې د افغان کډوالو د پاره د شخصې سکولونو مالکان وايي د کډوالو د وتلو لړۍ پېل کېدو سره د دوي په تعليمي ادارو کې هم د زده کونکو شمېره کمه شوې ده۔
مليحه ابراهيمي د افغان کډوالو د پاره یو شخصې سکول کې استاذه ده ، هغه ډیوه ته وایي :
"په سکولونو کې او د افغانانو په ژوندو ډير منفي اثرات شوي دي، د لوړو زده کړو او لاندې کچې ټولګیو کې ماشومان په دې غرض نه راځي که فېسونه ورکړو مونږ به وباسي، د ډيرو افغانانو په ذهنونو کې دا ويره خپره ده"
د پاکستان د کډوالو د پاره کمېشنریټ وايي په پاکستان کې نزدې شپېته زره افغان کډوال په تعليمي ادارو کې داخل دي۔
خو افغان کډوال وايي دوي د افغان کډوالو د پاره جوړو تعليمي ادارو کې تر دولسم ټولګي زده کړي ترلاسه کولې شي او له هغې وروسته د سکالرشپ نه بغېر نه شي کولې چې لوړې زده کړې وکړي۔