پښتانه ملت پاله سیاستوال وایي، د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته کېدونکو بریدونو کې پښتانه ولسونه زیانمن کیږي

د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره د ترسره شوؤ وروستیو هوایي بریدونو اؤ په خېبر پښتونخوا کې د کېدونکو ترهګریزو بریدنو په اړه پښتانه ملت پاله سياستمدران وايي له بدامنۍ تر ټولو زيات پښتانه اغېزمن کيږي.

پښتانه ملت پاله سیاستوال ټینګار کوي چې افغانستان اؤ پاکستان باید د خپلو ستونزو هواری د خبرو له لارې راوباسي .

د پاکستان له لوري په افغانستان کې په 18‎م مارچ د بمبارۍ او بيا د طالبانو لخوا په پوله په پاکستاني ځواکونو بريدونه ‏شوي وو.

پاکستان په افغانستان کې بمباري او په افغانستان د واکمنو طالبانو له لوري د لانجمنې پولې په اوږدو کې په ځواب کې په پاکستاني ‏سرحدي ځواکونو د بريدونو رسمي تاييد کړی و.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې نه غواړي چې له ګاونډي افغانستان سره په یوې وسلواله شخړه کې ښکېل شي.

پښتانه ملت پاله سياستدانان ګڼي په پوله د شخړې سره به دواړو خواو پښتنو ته مالي او ځاني زيان اوړي.

د نېشنل ډيموکرېټک مومنټ صوبايي مشره بشرا ګوهر وي او ای ډیوه ته وایي د ډیورنډ پولې دواړو غاړو ته چې کوم حالت رامنځته شوی هغې کې زیات یوازې پښتنو ته رسیږي.

هغه وایي "پښتنو له (جنګ) تاواني دی، پښتانه دواړو خواو ته تباه دي، افغانستان اړخ ته يو خودمختاره حکومت خو نشته، هلته خو قبضه ده، نه جينکۍ سکول ته تللی شي، نه پرمختيا کيږي، نو که د پښتنو حالت وګورئ راتلونکي نسلونه به په تيارو کې وي، چې داسې پاليسي وي، او دې خوا هم دغه حالات دي، جګړه هم دې خوا راغله او دا به خا مخا راتله ځکه چې افغانستان کې يو جمهوري حکومت ړنګ کړی شو"

په افغانستان کې د نېټو ځواکونو د شتون په وخت په ميډيا کې په پاکستان تورونه لګېدل چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي.

په هغه مهال داسې رپورټونه په پرلسپې توګه په میډیا مخې ته راتلل چې د کوټې او پېښور شوراګانو په شکل کې افغان طالبان دلته نه د نېټو ځواکونو په ضد د بریدونو پلانونه جوړوي خو پاکستان به تل دغه تورونه ردول.

څيړونکي وايي، پاکستان د افغان طالبانو مرسته په دې خاطر کوله چې که دوي واک کې راشي نو د پاکستان ګټې به خوندي کړي اؤ د پاکستان د مفاداتو په ضد به ګامونه وانه خلي.

خو څېړونکي وایي اوس داسې ښکاري چې د پاکستان دغه پاليسي ناکامه شوې ده۔

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا عمومي سکتر سردار حسېن بابک د پاکستان لخوا په افغانستان کې د شوؤ تازه بريدونو په تړاو وايي، افغانستان کې واکدرانو ته پکار دي چې په خپلو تګ لارو غور وکړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "کابل له پکار دي چې کم از کم دومره سوچ وکړي چې دا څه کيږي چې دا زمونږ د ټولو په خېر تماميږې که په تباهۍ؟"

ښاغلی بابک وایي په افغانستان واکمن طالبان ځانونو ته عالمان هم وايي او د مذهب نه هم خبر دي "هغوي له پکار دي چې د اسلام اباد نه بغاوت وکړي، ځکه چې په ټوله دنيا کې د پښتنو افغانانو يواځنی نازولی رياست افغانستان دی"

پاکستان لخوا وخت په وخت تورونه لګول کیږي چې په پاکستان کې کېدونکي د وسله والو بريدونه د افغانستان په خاوره پلان کيږي.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي وو دا خبره دې په ډاګه وي چې مونږ به په هيڅ صورت د پولې د پورې غاړې نه ‏هیڅ ډول ترهګري ونه زغمو.

افغان طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي، او بدامنې يې د پاکستان کورنۍ مسله ګرځولې.

پاکستاني طالبان هم وايي، دوي په پاکستان کې بريدونه د پاکستان له خاورې کوي.

د ملت پاله ګوند پښتنونخوا ملي عوامي پارټۍ د پېښور مشر ګل مرجان وايي جنګ د دواړو خواو ولسونو ته د تاوان سوب ګرځي بايد په سوله کې ژوند وشي، امن او تجارت ته وده ورکړل شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "مونږ د دې جنګ په کلکه مخالفت کوو، دواړو خواو ته دا وايو چې د دې جنګ نه راوګرځي، جنګ زمونږ د مسلې حل نه دی، ازاد تجارت، ورورولي، تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه ستونزې حل کولی شي"

پاکستان دعوه کوي چې په اګست کال 2021م کې د طالبانو لخوا د افغانستان په واک له قبضې کولو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بريدونه زيات شوي دي.

پاکستان ویلي په افغانستان کې یې پخپلو وروستیو هوایي بریدونو کې د هغو ترهګرو ځالې په نښه کړي چې پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي خو افغان طالب چارواکي اؤ ټي ټي پي بیا دعوه کوي چې پاکستاني الوتکو د عامو خلکو کورونه په نخښه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نړيواله کچه لا هم کوم هېواد په رسمي ډول نه دی منلی او نه کوم ملک د پاکستان د هوايي بريدونو غندنه کړې ده، خو پښتانه سياستدانان وايي د جګړې او بدامنۍ زيان به د پولې دواړو غاړو میشتو پښتنو ته رسيږي.