بلوڅ يکجهتي کمیټي: که په اييني غوښتو څوک غداره بلل کيږي، بیا خو ټول بلوچستان غدار دی


د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرانو د پاکستان د پوځ د وياند د تورونو په ځواب کې ويلي، ”که په خپل اييني حق غوښتلو څوک د ملک غداره بلل کيږي نو بيا خو ټول بلوچستان غدار دی“. د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري پرون په پينځم اګست بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ته د ترهګرو پراکسي ډله ويلې وه.


په کوټه کې پر پرلت ناست د بلوچ يکجهتي کمېټۍ مرکزي غړي بيبرګ بلوڅ د پوځي وياند تورونه په کلکه رد کړل، او وې ويل دا وړومبی ځل نه دی چې پر بلوڅانو د هندوستان د ايجنټانو او د پاکستان د دښمن تورونه لګول کيږي.


هغه وويل، "د ډي جي آی ايس پي ار د خبري کانفرنس غندنه کوو، که له هغه سره داسې کوم ثبوت شته چې مونږ له کوم بيروني قوت څخه پېسي اخيستې، نو په خپلو عدالتونو کې دې د دې ثبوت وړاندې کړي، چې عدالت هره سزا راکړه زمونږ منظوره ده، او تر کومه ځايه چې د غدارانو خبره ده نو په پاکستان کې دا وخت بلوچستان يوازينۍ صوبه ده چې د ايين او قانون خبره يې کړې".


هغه زياته کړه، "مونږ تل ويلي دي چې کوم خلک په زوره لا درکه کړل شوي دي هغه دې د پاکستان تر ايين لاندې عدالتونو ته وړاندې کړل شي، که مجرمان دي، سزا دې ورکړل شي، له بده مرغه قانون او ايين پلي کونکې ادارې په خپله د ايين او قانون خلاف روان دي او تور پر مونږ پورې کوي".


د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري ويلي وو، "بلوڅ يکجهتي کمېټي او تش په نوم مشرتابه یې د ترهګرو، او مجرمانو د ډلو پراکسي ده، د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ کار دا دی چې کومې د قانون نافذونکو ادارې د ترهګرۍ، مجرمانو و او سمنګلرانو پرضد کارروايانې کوي د هغو پرضد پروپېګنډا وکړي، او بدنام یې کړي، په بلوچستان کې پرمختيايي منصوبې لانجمنې کړي، د دوی طريقه دا ده چې په بهرنيو فنډونو او بيانيه خلک راټول کړي، بيا هغه معصومه خلک وغولوي او بيا د رياست عملداري چېلنج کړي".


د پاکستان پوځي ترجمان دغه تورونه په داسې وخت کې لګولي چې د بلوچستان په سر ښار کوټه، ساحلي ښار ګوادر او پينځو نورو ځايونو کې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ له لوري احتجاجي پرلتونه دوام لري.


د بلوچستان صوبې په ساحلي ګوادر ښار کې پر 28مې جولايۍ بلوڅ يکجهتي کمېټۍ (بلوڅ راجي مچي/ بلوڅ قامي غونډه) اعلان کړې او دغه غونډه هغه وخت په احتجاجي پرلتونو بدله شوه کله چې دې غونډې ته ورتلونکي بلوڅ فعالان و ګوادر ته نېږدې او د صوبې په نورو سيمو کې د ايف سي ځواک او پوليسو له لوري را ګرځول شوي وو.


کمېټۍ تور پورې کوي چې له 27مې جولايۍ راپدېخوا د دوی درې فعالان د احتجاجونو پر وخت په بيلا بيلو سيمو کې وژل شوي ډيری ټپي شوي، تر 1800 زيات د دوی غړي نيول شوي او د دوی د غونډې او احتجاجونو د ناکامه کولو په موخه په ګوادر، پنجګور، تربت او ځينې نورو سيمو کې حکومت انټرنيټ او موبايل سګنلز بند کري، وايي که غوښتنې يې و نه منل شي احتجاجونه او پرلتونه به نور غځوي.


د بلوچستان وزيراعلا مير سرفراز بګټي د ډزو د پېښو د تحقياتو امر کړی او هغه وخت يې تور پورې کړی وو چې د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ له طرفه په ګودار کې داسې غونډه کول د پاکستان او چين تر مينځ د اربونو ډالرو اقتصادي پروژې سي پيک د ناکامه کولو هڅې دي، خو د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ ويلي دوی د بنيادي انساني حقوق د غوښتنو لپاره په ګوادر کې راجي مچي کړې ده.


بلوچ يکجهتي کمېټۍ ويلي، رياست په مذاکراتو کې سنجيده نه دی، د مذاکراتو په وخت ټول بلوچستان کې طاقت کارول شوی، مکران په بشپړ ډول تړل شوی، او د مذاکراتو په نوم دوی ته ګواښونه کيږي او ځورول کيږي.


خو د بلوچستان د کورنيو چارو وزير میر ضيا لانګو ويلي وو، بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ورسره مذاکرات کړي، حکومت د هغوی ټولې غوښتنې منلې دي خو بيا بلوڅ يکجهتي کمېټۍ له خپلو وعدو پر شا شوې او پرلت يې نه دی ختم کړی.