کوټه کې لاسي بمي چاودنې کې يو تن وژل شوی، شپږ ژوبل

د نوم نه ښوولو په شرط پوليس چارواکي ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وويل،” د چاودنې پر وخت په مارکيټ کې د خلکو رش وو، چاودنه کې يو تن وژل شوی او شپږ ټپيان دي، لومړي معلومات دا دي چې دا يوه لاسي بمي چاودنه ده۔“ (فایل فوټو)

د کوټې پوليس چارواکو په وينا چاودنه د ښار په لياقت بازار چاينا نومي مارکيټ کې شوې، چې هدف يې هغه دوکان وو چې پاکستاني بيرغ پکې خرڅېدل.

د نوم نه ښوولو په شرط پوليس چارواکي ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وويل،” د چاودنې پر وخت په مارکيټ کې د خلکو رش وو، چاودنه کې يو تن وژل شوی او شپږ ټپيان دي، لومړي معلومات دا دي چې دا يوه لاسي بمي چاودنه ده۔“

د کوټې د سيول روغتون وياند وسيم بېګ په وينا، سيول روغتون ته اوه تنه ټپيان ور وړل شوي و چې يو تن پکې د زياتو ټپونو له کبله ساه ورکړې، د هغه په وينا د وژل شوي تن شناخت د عرفان الله په نوم شوی دی.

وسيم بېګ وویل: ”د ټپيانو درملنه په ټراما سېنټر کې روانه ده، د هغوی ښه درملنه روانه ده، خو د دوی پوښتنې لره زيات خلک راروان دي چې هغه د ټپيانو د علاج لپاره ښه ندي، له خلکو خواست کوو چې زيات شمېر کې دې نه راځي۔“

د ځايي خبريال نصير احمد په وينا د وژل شوي ځوان تعلق د پشين ضلعې د خانوزۍ خاني بابا سيمې سره دی.

بل لوري ته د پاکستان اردو ژبې شخصي ټي وي سما د رپورټ ترمخه د کوټې سرياب سيمه کې منير مېنګل سړک باندې د نجونو پر بند ښونځي چاودنه شوې ده. په دې چاودنه کې يوازې د سکول چوکيدار معمولي ټپي شوی دی.

د کوټې پوليس د دې چاودنه کوم تصديق کولو څخه ډډه کوي۔

د يادو پېښو مسوولیت کوم تنظيم ندي منلې خو تر دې يوه ورځ وړاندې تيره شپه د مستونګ په ګډ کوچه کې د نا معلومو وسلوالو په ډزو کې د پنجګور ضلعې د وژل شوي کميشنر د جنازې لمونځ په کوټه پوليس لاين کې ورکول شوی۔

د جنازې په لمانځه کې د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل، وزير اعلا سرفراز بګټي، او د پوځي کور کمانډر ليفټنټ جرنل راحت نسيم احمد خان تر څنګ صوبايي وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو۔

د مستونګ د پوليسو په وينا، پدې بريد کې ذاکر وژل شوی او له هغه سره په موټر کې ناست د پنجګور چېرمين او يو بل تن ټپي شويدي چې حالت يې له خطره وتلی۔

د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي په مشرۍ کښې د صوبې د امن او امان صورتحال په خاصه توګه د مستونګ په کډ کوچه سيمه کښې د وروستۍ وسلوال بريد په نتيجه کښې د لوړ رتبه غونډه شوې۔

په غونډه كښې د صوبې د كورنيو چارو وزير مير ضياء لانګو٬ د بلوچستان چيف سيكرټري٬ د كورنيو چارو اډيشنل چيف سېكرېټري٬ اعلي چارواكو٬ د بلوچستان پوليس آئي جي او د ليويز ډائرېكټر جنرل ګډون کړی۔

په سرکاري جاري کړي خبر کې ويل شوي چې د ملاقات په مهال د كورنيو چارو وزارت د صوبې د امنيت حال او د مستونګ پېښې په تفصيلاتو بريفنګ وركړی۔ په خبر کې ويل شوي،” وزيراعلي بګټي چارواکو ته په خطاب کې ژمنه وکړه چې ترهګر به د "منطقي انجام" ته رسوي او ويې ويل چې د وژل شوو افسرانو وينه به بې ځايه نه ځي، هغه ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د پوځ او بیوروکراټانو مسوولیت نه دی بلکې د ټولنې د هر غړي ګډه هڅه ده“