د بنو 11 پوليس اهلکار د نوکرو څخه ايستل شوي

د خېبرپښتونخوا د بنو ضلعې 11 پوليس اهلکار د نوکرۍ څخه لرې کړل شوي دي. د بنو پوليس لوړ پوړي چارواکي وايي، دغه پوليس اهلکار چې پکې حوالداران او سپاهيان شامل دي، د احتجاج او پوليو ډيوټۍ نه د انکار کولو په سر ايستل شوي دي.

د بنو جرګه وايي، دوه ورځې وروسته به د نوکرۍ څخه ايستل شوو پوليسو دپاره کښېني، او د راتلونکي فيصله به کوي.

د بنو ضلعې پوليسو دفتر وي او اې ډيوه ته تاييد کړې، چې پوليس اهلکار د حکم نه منلو په او پوليس د قانون د سرغړونې کولو په سر ايستل شوي دي.

د چارواکو په وينا، دغو پوليس اهلکار د پخواني پوليس اهلکار جمشېد دپاره احتجاج کولو، او بل دا چې دوی په ضلعه کې د پوليو ډيوټۍ څخه انکار کړی وو.

وي او اې ډيوه د نوکرۍ څخه لرې کړل شوو پوليسو سره د رابطې هڅه کړې خو دوی د څه ويلو نه ډډه کړې ده.

خو د بنو ولسي پاڅون مشر ناصر بنګشن وي او اې ډيوه ويلي، پکار وه چې د پوليسو سره سختي نه وی شوی، ځکه د خېبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول د جنوبي ضلعو پوليس ترهګرۍ ډېر ځپلي دي.

نوموړي وويل، د ايستل شوو پوليسو دپاره عدالت ته ځي، او په 25م ستمبر به جرګه کوي او په دغه اړه به فيصله کوي.

د نوموړي په خبره، د پوليس لوړ پوړي چارواکي په سیمه کې روانو حالاتو باندې خبر دي خو په هغو د برې نه فشار وي ځکه څه نه شي ویلي او سپاهيان يا د ښکته کچې پوليس اهلکار په ښکاره احتجاج کوي.

روانه میاشت په لکي مروت ضلعه کې پوليسو احتجاج کړی، د امن سره یې د ضلعې نه د پوځ د ایستلو غوښتنه کوله.

دغه احتجاج په پينځمه ورځ وروسته له هغې ختم کړل شوی چې د ضلعې پوليسو ويلي وو، لوړ پوړو چارواکو یې ورته شپږ ورځې وخت ورکړی چې د پوځ به د ضلعې څخه ووځي.

په بنو کې د جولايۍ په مياشت کې ولسي پاڅون او احتجاج شوی، دوی هم په سیمه کې د امن سره د ښو او بدو طالبانو ختمولو، په کورونو او مدرسو د پوځي چاپې نه وهلو او پوليس ته د واک ورکولو غوښتنې شوې او وزيراعلا علي امين ګنډاپور ورته د غوښتنو منلو باور ورکړی او بيا څو ورځې پس دغه پرلت ختم کړل شوی وو.

د بنو ولسي پاڅون مشر وايي، په 25سمتبر به په هغو غوښتنو عملي کېدو ته هم بيا کتنه کوي.