د پاکستان،چین،ایران اؤ روس ټینګار:د طالبانو حکومت باید خپله خاوره د ګاونډیانو په ضد کارول کېدو ته پرې نه ږدي

د پاکستان، چین، ایران او روسیې څلور اړخیزې ډلې په افغانستان کې د امنیتي ننګونو په ځانګړې توګه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د افغان طالبانو د حکومت څخه یی غوښتي چې د افغانستان خاوره د سیمې او ګاونډیانو پر ضد استعمالېدو ته ورنه کړي.

پاکستانې څیړونکي وایي ترهګري یو سیمه ییزه ستونزه ده، چې د مخنیوې لپاره یې ګډې هڅې ښې نتیجې مخې ته راوړی شي او په دې اړه د افغانستان سره هم رابطې ضروري دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دايمي استازي له خوا د شنبې په ورځ د خپور شوي بیان له مخې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي غونډې ترڅنګ د پاکستان، چین، ایران او روسیې وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

څلور اړخیزې ډلې د افغانستان پر وضعیت او امنیتي ننګونو خبرې وکړې، دوی د طالبانو د حکومت څخه د ترهګرۍ ضد اقداماتو او د افغانستان د خاورې د ګاونډیانو پر ضد له کارولو څخه د ډډې کولو غوښتنه وکړه.

غونډې په افغانستان کې د وضعیت ښه کولو لپاره د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ.

څیړونکې وایي ترهګري یوه سیمه ییزه ستونزه ده، چې د مخنیوي لپاره ګډو هڅو ته اړتیا لری.

د انسټیټیوټ اف سیکیورټې سټډیز اسلام اباد امنه خان وي او اې ډیوه ته وایي"د افغانستان طالبان یا که هر یو حکومت وي، د هغوي ذمه واري ده چې د افغانستان خاوره د یو ګاونډې هیواد پر ضد هم ونه کارول شي، که هغه پاکستان دی، ایران یا کوم بل هیواد دی"

هغه وایي طالبان چې تر څو پورې خپله دا ژمنه ترسره نه کړي چې خپله خاوره به د نورو هیوادونو پرضد کارول کېدو ته نه ورکوي نو تر هغې که د سیمې هیوادونه د ترهګرۍ د مخنیوي ډيرې هڅې هم وکړي خو د ترهګرۍ مخه نیول به ورته ګران وي.

پاکستان وخت په وخت تورونه لګوي چې کالعدم وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان کې د ترهګریز بریدونو لپاره افغان خاوره کاروي، او د افغان طالبانو حکومت دغه ترهګرو ډلو ته پخپله خاوره کې پناه ځایونه ورکړي دي.

خو د طالبانو حکومت نه یوازې دغه تورونه ردوي بلکې دا د پاکستان کورنۍ معامله ګرځوي اؤ وایي چې پاکستان پخپل هیواد کې د امنیت د ټینګښت ذمه وار پخپله دی اؤ خپله ذمه واري باید د افغانستان غاړې ته وا نه چوي.

د نړیوالو چارو څېړونکی میجر جنرال (ر ) انعام الحق ډیوه سره خبرو کې وایي "افغانستان ګاونډې هیواد دی ،مونږ له یو بل بیلیدلی نه شو ، خو د یو بل په مسلو به ځان پوهه کوو، د تحریک طالبان پاکستان معامله حل کول غواړي، او زما په خیال په دې کې افغانستان ته کار کول پکار دي"

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو د انسټیټیوټ (PICSS) د یو راپور له مخې یوازې د روان کال د اګست په میاشت کې، د اورپکو بریدونو او چاودنو کې لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي، چې پکې د اکثرو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې ده.

د دفاعې چارو کار پوهه میجر جنرل ریټایرډ غلام قمر ډیوه سره خبرو کې وویل.د افغانستان څخه له ایتلافې ځواکونو د وتلو وروسته د طالبانو حکومت د ترهګرو پر ضد څه خاص ګامونه نه پورته کوي.

هغه وایي که چرې افغان حکومت د دغو ترهګرو لارې وتړي او دوي پاکستان ته دننه کیدو څخه وګرځوي، نو حالات ښه کیدای شي، او په دې اړه باید افغانستان سره خبرې وکړل شي.

د روان کال په مارچ مياشت کې پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه هوايي بريدونه کړي وؤ، اسلام اباد ویلي وو چې د ترهګرو پټې ځالې یی په نښه کړي، خو د افغان طالبان حکومت دغه برید په سختو ټکو غندلی ؤ او ویلي یې وو چې په برید کې ښځې او ماشومان په نښه کړی شوي.