د بلوچستان ایالت په واشک سیمه کې یو مسافر بس د تېزرفتارۍ له کبله یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی او په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 28 تنه مړہ شوي او 24 تنه ټپيان شوي دي.
د بسیمې د لیویز چاراکو په وینا د چهارشنبې- شورو په سهار وختي شاوخوا پینځه بجې د ضلع واشک په بسیمه تحصیل کلغلي غرنۍ سیمه کې دا پېښه شوې ده.
د بسیمه لیویز چارواکي محمد نور وي او اې ډیوہ ته د ټیليفون له لارې وویل، مسافر بس د شپې له تربته را وتلی او د بلوچستان ایالت سر ښار کوټې ته روان وو چې د زیات رفتار له کبله پېښه بې قابو شوی دی:
“د بس ټایر وتلی، له دې سرہ سم بس اول له غرہ سرہ ټکر شوی او وروسته لاندې کندې ته لوېدلی، په بس کې تر پینځوست زیات نارینه او ښځینه مسافر سوارہ وو”۔
د چارواکو په وینا د سخت ټکر له کبله په بس کې بند/نښتي مسافر د کرېن په واسطه را ایستل شوي ځکه ھم د مرستو په کار کې زیات وخت لګیدلی۔
د پېښې مړي او ټپیان د سیمې سرکاري روغتون ته وړل شوي دي. پولیس وایي شپږ کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي وو او د ډېرو ټپیانو حالت مرګونی وو او په روغتون کې یې ساه ورکړه.
د بسيمې روغتون مشر ډاکټر نورالله رسنیو ته ویلي، ”27 مړي او 24 ټپيان د بسيمې دولتي روغتون ته راوړل شوي دي، د شپږ ټپیانو حالت مرګونی دی، په مړو کې درې ښځې او يو ماشوم ھم دی، په ټپيانو کې ھم ښځې او ماشومان شامله دي”۔
د بلوچستان وزیر اعلا میر سرفراز بګټي پر پېښه خفګان ښکارہ کړی او د ټپیانو د ښه علاج کولو امر یې کړی دی.
په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې پر لویو لارو مسافربسونه او نور د مسافرو ګاډي کله د تېزرفتارۍ او کله د ټکر کېدو له پېښو سره مخ کیږي چې په نتیجه کې یې په سلګونو کسان مړه شوي او ټپیان شوي دي.