د خېبر پختونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې د ترهګرۍ یوه بله پېښه شوې چې پکې د پولیسو یو عسکر وژل شوی.
د سیمې د چارواکو په وینا، د ډیره اسماعیل خان او ټانک سیمو څخه تښتول شوي د ایف سي ځواک درې عسکر او د بانکونو پیسې وړونکو ګاډو څلور شخصي ساتونکي د جرګې له لارې خوشي کړل شوي دي.
د پولیس عسکر د وژل کېدو په اړه د بنو پولیس وایي چې د پولیس عسکر د اتوار په ماښام د منډان تاڼې په حدودو کې د صابوخېل په سیمه کې په حمله کې ووژل شو.
د منډان تاڼې چارواکو په وینا، هیډ کانسټېبل الله یار چې په سټي تاڼه کې له دندې ترسره کولو وروسته کور ته ستون شوی و، د کور مخې ته نامعلومو ترهګرو ډزې پرې کړي او هغه په ځای وژل شوی.
د پولیس چارواکو په وینا، دا یوه ترهګریزه پېښه ده، او مقدمه یې د ترهګرۍ د مادو لاندې درج شوې ده.
د وژل شوي پولیس اهلکار الله یار جنازه د بنو پولیس لائن کې د سرکاري اعزاز سره ترسره شوه، چې پکې د انتظامي او پولیس افسرانو ترڅنګ د علاقې منتخب استازو هم ګډون وکړ.
وروسته، د بنو ډویژن د پولیس مشر شاهد عمران د دې پېښې په اړه د غچ اخستو ژمنه وکړه او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې ککړ کسان به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په بنو کې د جولایې میاشتې په وروستیو کې د امن لپاره احتجاجي پرلت ترسره شوی و، چې د حکومت لخوا د پرلتوالو له غوښتنو منل کېډو وروسته دغه احتجاجي پرلت ختم کړل شوی ؤ.
د بنو ولسي پاڅون کمیټې یو غړی جمشېد خان، وايي، داسې ښکاري چې د دوی غوښتنو ته په عمل کې ځای نه ورکول کیږي، او دوی بیا د احتجاج پلان بی جوړوي.
هغه زیاتوي چې د سیمې ناامني دوام لري، عام ولس د چاپو پرمهال ځورول کیږي، او حکومت پلوه وسله وال د تورو شیشو په ګاډو کې ګزمې کوي، چې دا د امن تړون څخه سرغړونه ده.
بل لوري ته، د ټانک او ډېره اسماعیل خان سیمو نه تښتول شوي درې د ایف سي ځواک عسکر او د بانکونو پیسې وړونکو ګاډو څلور ساتونکي د جرګې په منځګړیتوب خوشي شوي دي.
حکومتي چارواکي، چې خپل شناخت یې نه دی څرګند کړی، ډیوه ته ویلي چې د ټانک ضلعې او بیټني امن جرګې ته پوره اختیار ورکړل شوی و، او د هغوی پرېکړې به عملي کیږي.
د جرګې مشر مولانا نقیب الله بیټني ویلي، تښتول شوي کسان حکومت ته سپارل شوي دي، او دا پرېکړه د حکومت او وسله والو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ترسره شوې ده خو هغه دا څرګنده نه کړه چې دا کسان په کومو شرایطو خوشې شوي دي.
حکومتي چارواکو د دې کسانو د خوشي کیدو پخلی کړی دی.
د ایف سي دا عسکر اؤ د بانک د پېسو وړونکو ګاډو ساتونکي په جولای میاشت کې تښتول شوي وو، او د خپلوانو لخوا یې د خوشي کیدو غوښتنې هم شوې وې.
تیره ورځ د دوی خپلو خپلوانو په ډیره اسماعیل خان کې د وزیراعلا علي امین ګنډپور د کور مخې ته احتحاجي مظاهره هم کړې وه چې پکې د دغه کسانو د خوشي کولو غوښتنه شوې وه.
دوی دا احتجاجي مظاهره وروسته له هغې کړې چې د پاکستان پوځ ويلي، د قبايلي مشرانو او ځايي مخورو خلکو د پوځي افسر لفټننټ کرنل خالد امير او د هغه د نورو خپلوانو په راخوشي کولو کې کردار ادا کړی، اؤ تښتول شوی پوځي افسر او خپلوان یې بې د کوم شرطه په خوندي ډول کور ته ستانه شوي دي.
د پاکستان پوځي افسر، وروڼه او وراره یې څلور ورځې وړاندې د ډېره اسماعيل خان څخه د وسلې په زور تښتول شوي وو.