په پاکستان کې عامو انتخاباتو دپاره د شمار څو ورځې پاتې دي خو ځینې ووټران وايي د تېرو ټاکنو په نسبت اوسنی کېمپېن سوړ روان دی. څيرونکي وايي د سوړ کمپېن اثرات به د ووټ اچولو په شرح هم پريوځي۔
ووټران وايي په تېرو وختونو کي به د سياسي ګوندونو د مشرانو لوی انتخابي غونډې کولې، د انتخاباتو امیدواران به کور په کور کرځيدل او په کلي علاقه کې به يې غونډې کولې خو اوس د پخوا په شان انتخابي کېمپېن نه ليدل کېږي.
اسدالله جان وايي په خپل عمر کې يې ډير انتخابي کمپېنونه ليدلي دي خو دا ځل یې لوی غونډې نه دي لیدلي."مخکې په کمپېنونه په ډير جوش و خروش کې وو، او که اوس خبره کوۍ نه اوس هغسې نه دې، خلک د ورځې خپلو مزدورو له ځي، ګرانۍ خلک ډير زپلي دي، بيا چې مزدرو نه راشي نو اميدواران کمپېن ته ورځي."
د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه موجودو شمېرو ترمخه په کال دوه زره اتلسم کې ټول د لسو کروړو نه زيات رجسټرډ ووټونه وو، چې نزدې پينځه نيم کروړه خلکو ووټونه ورکړي وو، په دې کې شپيته فيصده سړي او څلويښت فيصده ښځې وې چې د الېکشن په ورځ یې رای ورکړې وې.
صبا خان وايي په تېر الېکشن کې یې ووټ ورکړی و خو دا ځل نه ګڼي چې پولنګ سټېشن ته لاړه شي، ځکه چې کومې ډيرې سياسي هلې ځلې ورته نه ښکاري. " اول به ښځو په سياسي هلو ځلو کې برخه اخسته، سړي به يې جلسو له تلل او ورسره به بيا ښځې هم په کورونو کې د سياسي هلو ځلو نه خبريدل، اوس که سړي جلسو ته نه ځي نو ښځې به هم کورونو کې بې خبره پاتې وي."
د پاکستان الېکشن کمېشن چې د فرورۍ په مياشت کې د ټاکنو اعلان وکړو نو د پاکستان په سېنېټ کې د ټاکنو د ځنډولو د قراردادونو، سياسي ګوندونو ترمېنځ کړکېچ او د امنيت د وضیعت له امله ځینو څيړونکو ګڼل چې ټاکنې به په وخت ونه شي.
څيړونکی او خبريال سبزعلي ترين وايي د غېر يقيني صورتحال له وجې سياسي ګوندونو هم خپل کمپېنونه په قلاره پېل کړه او ا د ټاکنو ماحول په جوړولو کې کامياب نه شوو۔ "د يو الېکشن د پاره امن و امان ډير ضروري وي، که دا امنيت وضعه هم داسې وي نو بيا به ووټونو اچولو په کچه اثر وي، يو خو کمپېن سم ونه شو او بلخوا د ويرې ماحول وي نو خلک به هغسې د ووټونو به ورځ راونه وځي."
د الېکشن کمپېشن چارواکي وايي دوي د ووټ اهميت او د خلکو په الېکشن کې د برخه اخستو په اهميت بېلا بېل کمپېنونه چلولي دي، د کمېشن چارواکو ميډيا ته ويلي چې زياته زمه واري د سياسي ګوندونو وي چې خلک ووټ ورکولو ته وهڅوي۔