بلوچستان : پښین کې چاودنه، دوه ماشومان یوه ښځه وژل شوي، د پینځو پولیسو په ګډون 16 تنه ژوبل 

چارواکي وایي د بلوچستان په پښین ضلع کې بمي چاودنه شوې چې د تازه رپوټونو له مخې دوه ماشومان او یوه ښځه پکې وژل شوي اؤ د پينځو پولیس عسکرو په ګډون پکې 16 کسان ژوبل شوي دي.

پولیس وایي چاودنه د خالي یا شنبې په ورځ د پښین پولیس لاین ته نيږ‎دې شوې ده۔

د پښین د سیول روغتون ایم ایس عبدالوکیل شیراني وي او اې ډیوه ته ویلي په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي اؤ شپاړس نور ژوبل شوي دي.

هغه ویلي د چاودنې سره سم د پښین په سیول روغتون کې بېړنی حالت پرځاي کړل شوي اؤ د زخمیانو درملنه روانه ده.

د ښاغلي شیراني په وینا په چاودنه کې چې کوم کسان شدید ژوبل شوي هغوي د علاج لپاره کوټې ته لېږل کیږي.

د کوټې د سرکاري روغتون د ټراما سنټر د انتظامي مشر ډاکټر ارباب کامران په جاري کړي لسټ کې ويل شوي چې ديارلس ژوبل شوي کسان د کوټې ټراما سنټر ته رسول شوي او په هغوی کې يوې ښځې د زخمونو له امله ساه ورکړې ده.

د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند د پښين د چاودنې غندنه کړې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي ورانکاري عناصر د هیڅ ډول رعایت مستحق نه دي،

هغه ویلي ترهګر د خپلو شومو اهدافو ترلاسه کولو لپاره بې ګناه خلک په نښه کوي.

د پښین ضلعي حکومتي ویاند سمیع الله ترین ډیوه ته ویلي، دا چاودنه پولیس لاین ته نېږ‎دې سرخاب چوک نومي سیمه کې شوې دہ، په ټپیانو کې پینځه د پولیس عسکر ھم شامل دي.

هغه وایي په کوم ځای کې چې دا چاودنه شوې هلته ھر وخت د ټریفک پولیس پر ډیوټي وي، نن ھم دوی دلته پر ډیوټي وؤ، د برید ھدف ھم دغه پولیس عسکر وو.

نوموړي وویل د چاودنې په اړه نور معلومات را ټولوي.

د پېښې پر ځای موجود د پښین اوسیدونکي سعید الله ډیوه ته وویل"د چاودنې ږ‎غ لوی ؤ، ټول ښار واورېدو، په چاودنه کې انسانان خوږ‎ شول، زما تر مخ اوس ھم خراب شوي موټران او موټر سایکلان پراته دي"

د چاودنې ذمه واري تر اوسه چا نه دہ منلې۔

د کوټې سیول روغتون ویاند وسیم بیګ وایي دوی په روغتون کې بیړ‎نیز حالت اعلان کړ‎ی اؤ ډاکټرانو او کارمندانو ته امر شوی چې حاضر واوسي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې اؤ د ترهګرو په بریدونو کې په سوؤنو عامو خلکو، امنیتي عسکرو،سیاستمدارانو اؤ قامي مشرانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل وروستي رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي وو.

د رپورټ ترمخه، تيره میاشت پاکستان کې ترهګریز بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د جولايۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې 12 حملو کې 12 تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي، سیند صوبه کې په پينځو حملو کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.