د پاکستان په پوځ حملو کې دا میاشت ۱۶ عسکر وژل شوي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه

د پاکستان په پوځ دا میاشت تراوسه پورې په شمالي وزیرستان او بلوچستان کې شویو حملو کې لږ تر لږه ۱۶ عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي. د پوځ یو افسر دا میاشت د کرونا وایرس ناروغۍ نه هم مړ شوی دی.

د پوځي تلفاتو ورستۍ پېښه د نهې، سه شنبې، په ورځ په بلوچستان کې رامنځته شوه.

د پاکستان پوځ د نهې، سه شنبې، په ورځ پخلی کړی دی چې د ایران پولې خوا ته په بلوچستان کې پرون په دوو بیلا بیلو پېښو کې د یو افسر په شمول د پوځ اووه عسکر ووژل شو.

پوځ ويلي یو پېښه د بولان ضلعې په پيرغايب سیمه، چېرته چې تېره شپه د اېف سي ځواکونو په ګاډي هغه وخت چاؤدنه وشوه چې د ګزمې د ډيوټۍ نه بيرته روان ؤ.

ويل شوي په ګاډي ترسره شوې چاؤدنه کې د یو جونيئر کمېشنډ افسر او غېر سرکاري ډرائيور په ګډون شپږ عسکر ووژل شو.

د ياد بريد زمه واري وسله والې ډلې يونايټډ بلوڅ ارمي (يو بي ای) منلې ده.

پوځ ويلي بله پېښه د کېچ ضلعې په مند علاقه کې رامنځته شوې ده او دغلته د ترهګرو سره په نښته کې يو پوځي عسکر ووژل شو.

د روانې میاشتې په اتمه نېټه هم د پاکستان پوځ ویلي وو د بلوچستان په کیچ ضلع کې د اېف سي په موټر د ریموټ کنټرول بم چاودنه کې د اېف سي د یو افسر په شمول شپږ عسکر ووژل شو.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ددغې پېښې نور جزیاتو په اړه وویلي وو د اېف سي عسکرو د ایران پولې نه ۱۴ کلومیټره په بولېده سیمه کې د معمول ګزمې نه بېرته روان وو چې په سختې غرنۍ علاقې کې پرې ریموت کنټرول بم و چاودیدلو چې پکې یو مېجر او پنځه عسکر ووژل شو.

پوځي او حکومتي مامورین په بلوچستان کې د تشدد الزام په بیلتون خوښو مسلح بلوڅ ډلو لګوي. ځېنې بلوڅ ډلې وخت په وخت د حملو ذمه وارۍ هم مني.

اخوا بیا د افغانستان پولې خوا ته په شمالي وزیرستان کې دا میاشت په پوځ دوه بریدونو کې لږ تږه درې عسکر وژلي شوي دي.

پولیس چارواکو ویلي دي چې په یوې وروستۍ پېښه د ګل په ورځ د شمالي وزیرستان میرعلي تحصیل په عیدک سیمه د مشهورې نظاميي مدرسې خوا ته د پوځ یو ګاډي ته نزدی بمي چاودنه شوې ده چې پکې یو عسکر مړ او درې نور ژوبل شوي وو.

د خېبر پښتونخوا په شمالی وزیرستان ضلع کې د د روانې میاشتې په اوومه نېټه هم د پوځ په یو چېک پوسټ د وسله والو په حمله کې دوه عسکر او درې ځايي تنان وژلي شوي وو. د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډلې د برید پړا منلی وه.

تېره میاشت په شمالي وزیرستان کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو اووه بریدونه شوي وو چې پکې یوشمېر عسکر اوبرید کونکي وسلوال وژلي او ژوبل شوي وو.

د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډلې په عیدک کې د حملې ‌ذمه واري هم منلې ده

په شمالي وزیرستان کې په پوځ تازه حمله په داسې حال کې شوي چې پوځ ویلي چې د سله والو د حرکت مخه نیوولو دپاره افغانستان سره په پوله د ازغن تار د لګوولو ۷۰ فیصد کار مکمل کړی شوی دی.

د پاکستان پوځ د روانې میاشې په اولنۍ نېټه یو بیان کې ویلي وو چې په پاک افغان پوله تورخم یې د ډیوټۍ په وخت یو پوځي افسر مېجر محمد اصغر د کرونا واېرس له امله ژوند د لاسه ورکړی د.

روانه میاشت بیا د شمالي وزیرستان میرانشاه تپي سیمه کې په دوه بیل بیلو پېښو کې درې عام کسان هم په هدفي بریدونو کې وژلي شوي. ددغه بریدنو ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې.