د ديامير بهاشا ډیم باندې د پاکستان حکومت يو وارې بيا د کار روانولو اعلان کړې او وزیراعظم عمران خان د شورو په ورځ د دغه منصوبې ځای ته سفر په مهال د بند د جوړیدو پرانسته وکړه چې په کال ۲۰۲۸ م کې به سرته ورسي.
په ديامير بهاشا بند منصوبه چې د دوو لسيزو زيات وړاندې په ١٩٩٨ کې د هغه وخت وزيراعظم ميا نواز شريف يي پرانسته کړې وه خو کار پرې بيا روان نه کړې شو. په دغه مينځنۍ موده کې بيا درې وزيراعظمانو او يو صدر هم بيا بيا د دغه پروژې په خپلو دورونو کې پرانسته کړې خو په منصوبې کار پیل نه کړې شو.
د پيښور پوهنتون د اوبو د انتظام او چاپيریال دشعبې مشر پروفيسر ډاکټر جمال خان خټک وايي پاکستان چه د توانائې دکمښت او کروندې دپاره داوبو ذخيره کولو دپاره ډيره اړتيا لري خو دغه ډول غټ بندونه جوړولو پرځای پکار ده چه ورکوټې او د لنډې مودې پروژې ترسره شي. ډاکټر جمال وايي ، په دغه منصوبې ٢٢ کلونه يواځې د پرانستې په رسمونو کې تېر شول خو منصوبه روانه هم نشوه ، او که اوس پرې د کار پيل هم وشې نو سرته رسېدو دپاره به د لسوکلونو موده نور اخلي. ډاکټر جمال وي اواې ډيوه ته وويل زه ګڼم چه د دغه غټې منصوبې ګټه به هغه شان نه وي لکه چه وړې منصوبې ورکولې شي.
ديامير بهاشا ډیم د خيبر پښتونخوا دکوهستان ضلعې او دګلګت بلتستان دياميرضلع ترمنځ جوړول کيږي. د هند له خوا د دغه بند په ځای هم نيوکې شوې دي او دغه ځای یې لانجمن ګرځولې ، خو پاکستان د هند دغه نيوکې رد کړې دي او وايي د هند نيوکې بې اساسه دي.
ماهران وايي چې دا وخت نړۍ داوبو ذخيره کولو دپاره لارې خپلوي خو نړیواله مالياتي اداره (ایي ایم ایف) او نړيوال بينک د ماهرانو په سپارښتنو دغو بندونو دپاره فنډونو څخه انکار کوي.
د دغه پروژې د ٤٤٢ اربه روپو ټهېکه يا قرارداد د چين کمپنۍ چاينه پاور او د پاکستان پوځي تعميراتي کمپنۍ ايف ډبليو او ته په ګډه ورکړل شوې دی. اندازې تر مخه دغه بند څخه به ٤٧٠٠ ميګاواټه بجلۍ یا بريښنا پيدا کيږي او نزدې لس کيوبک کلوميټره اوبه به ذخيره کولی شي ۔
حکومتي ماهران وايي د بهاشا بند جوړيدو له وجې د تربيلې د بند ژوند تر ٣٥ کلونو نور هم زياتېدې شي او د سيلابونو خطر به ورسره هم ډير کم کړې شي.
د پيښور پوهنتون د اقتصادياتو د څانګې مشر پروفيسر زلاکت خان وايي ، د بهاشا بند پروژې دپاره ډير لوی فنډونه پکار دي او ځمکني رښتيا دا ده چې د نړيوال بينک او نور عالمي مالياتي ادارو د پور بغير دا پروژه سرته کول به مشکل وي ، ځکه چه پاکستان د خپل اقتصادي حالت له وجې د دومره غټې منصوبې په خپل سر جوګه نه ښکاري.