په پاکستان کې د مذهبي او سیاسي گوند مشر مولانا فضل الرحمان باندې نزدې نظر لرونکي څېړونکي دا پوښتنه کوي چې ایا د پوځ نزدې ملگری او په زاړه پاله ټولنه کې د مذهبي او پارلېماني سیاسي چالونو ماهر لوبغاړی مولانا فضل الرحمان به د بغاوت په لاره روان شي؟
ځیني څیړونکي دغه سوال ته سکوټ ځواب په نا کې ورکوي خو ځیني بیا دا هم اټکلونه کوي چې د عمران خان سره شخصي سیاسي دښمنۍ مولانا د خپل سیاست یو نوي پړاو ته ورداخل کړی او دا وخت د خپل سیاسي سفرپه اخري مورچه کې ناست ښکاري.
دا اخري مورچه یا اخري حد څه کیدلی شي؟
دې تپوس ته مولانا سره د عمران خان په ضد احتجاج کې ولاړ د عوامي نیشنل گوند سترسیکتر میا افتخار حسین تیره ورځ په یوه مرکه کې اوویل مولانا خپلې کښتۍ سوزولي دي!
مولانا په خپله هم څو ځله ويلي دي چې په یوه داسې لاره کې ولاړ دی چې د بیرته وتلو دروازې ته یې تاله پرته ده.
په ټيلوژني پردو یا ټولنيزو رسنیو لیدل کیږي چې مولانا دپاکستان په پایه تخت اسلام اباد کې خپلو عقېدت لرونکو او کلکو تربیه شوو رضاکارانو ته په سیاسي شعارونو سینگار شوي سټېج هر ماښام ورښکاره شي، په فاتحانه انداز کې ورته لاسونه اوخوزوي اوبیا ورته خطاب اوکړي. د مولانا د خطاب مرکزي نقطه د عمران خان نه د استعفا غوښتنه وي.
په دې لیک کې ما ددې معلومولو هڅه کړې چې د مولانا دا ارمان به پوره شي؟ په دې اړه گورو چې پاکستاني څیړونکي د مولانا د پرلت په نتيجه کې د سیاست انجام څنگه تعبیروي.
مجيب الرحمان شامي
د سیاسي چارو د کارپوه او د ورځپاڼې پاکستان مدير مجيب الرحمان شامي خیال دی چې مولانا په خپل اوسني پرلت د عمران خان نه استعفا نه شي اخستلی. د ښاغلي شامي په اند یو علت یې دادی چې د عمران خان حکومت ډېر مظبوط دی.
پاکستاني څیړونکي چې کله دا اووايي چې حکومت ډېر مظبوط دی نو عمومي مطلب یې دا اخستل کیږي چې د حکومت سره د هیواد طاقتور پوځ په ډله دی.
د ښاغلي شامي په خیال د عمران خان دوه نور لوی مخالفين نوازشريف او اصف زداري دحکومت سره په حساب کتاب او خپلو ناروغیو کې ښکيل دي او گوندونه یې دا وخت دمزاحمتي سیاست په چروت کې نه ښکاري.
په مولانا د هغه سیاسي مخالفين تور پورې کوي چې دی د خپلو سیاسي گټو په خاطر مذهب د سیاسي چال په توگه کاروي.
خو د ښاغلی شامي دليل دادی چې که مولانا اوغواړي چې مذهب د یو سیاسي چال په توگه وکاروي نو هم په اوسني وخت کې د خلقو جذبات نه شي پارولی. ښاغلی شامي د خپلې خبرې په ثبوت کې وايي مولانا وړاندې هم د عمران خان په ضد د مذهب د کارډ د کارولو کوښښ کړی دی خو د هغه د تمو مطابق یې نتيجې نه دي ورکړي.
د ښاغلي شامي په خیال د مذهبي کارډ د ناکامۍ بله وجه به دا وي چې د عمران خان سره په خپله هم مذهبي مشران ولاړ دي چې تر ټولو لوی پکې د دیوبندي مکتبې یو لوی خطیب او د مذهب اسلام د تبلیغ لوی مبلغ مولانا طارق جميل دی. د ښاغلي شامي په خیال مولانا جميل د عمران خان د ریاستِ مدينه د تصور کلک پلوي دی.
فهد حسین
د ټيلي وژن کوربه او د ورځپاڼې ډان په اسلام اباد کې مدير فهد حسین هم خوشبینه نه دی چې مولانا د پاکستان په اوسنۍ سیاسي وضع کې د وزيراعظم عمران خان نه استعفا اخستی شي.
هغه وايي په حقیقت کې داسې څه نښې نښانې ورته نه ښکاري د څه په بنیاد چې عمران خان استعفا ورکولو ته مجبوره کیدی شي.
د ښاغلي حسین په خیال دهیواد د اقتدار په نظام کې ورته د کمزورۍ یوه اشاره هم نه ښکاري.
فهد حسین د مجيب الرحمان ددې دليل سره اتفاق لري چې گني خلق به د مذهب په نوم د مولانا سره راپانه څي، البته وايي که چري په هیواد کې لوی اړی گړی جوړ شو نو بیا به مذهب اولس پارولی شي.
کله چې مې د ښاغلي حسین نه اوپوښتل چې د مولانا د اذادي مارچ ممکنه انجام څه وينئ نو هغه اوویل کیدی شي چې مولانا ته څه سیاسي مراعات ، گټې ورکړی شي یا ورسره د راتلونکي وختونو د سیاسي گټو څه لوظونه اوشي نو مولانا بیا خپلو پلویانو ته ویلی شي چې حکومت ورته ټیټ شو.
که څه هم ښاغلي فهد ته دغه یوه ممکنه لاره ښکاري خو په ظاهره حکومت یا د حکومت په شا ولاړو قوتونو داسې څه اشارې نه دي ورکړي .
اویس توحید
د سیاسي چارو دڅیړونکي او خبریال اویس توحید په خیال د مولانا د عمران خان سره شخصي سیاسي جگړه وه. خو مولانا په دې هم پوه دی چې د عمران خان په شا ادارې ولاړې وې او ځکه دی کامیاب شو.
د ښاغلي توحید په خیال مولانا پخپله هم په دې پوه دی چې د عمران خان نه استعفا اخستل گران کار دی.
اویس توحید فکر کوي چې د مولانا په ډاگه غوښتنه دا ده چې عمران خان دې استعفا ورکړي خو په اصل کې هغه غواړي دا چې د ادارو او دعمران خان تر منځه د جوړ شوي تعلق په مظبوط دیوال کې چَود راولي، د ښاغلي توحید په خیال په دغه کار کې مولانا ترډیره حده بریالی شوی هم دی.
اویس توحید فکر کوي چې مولانا دحکومت د ختمولو په کوښښ کې بریالی کیدی نه شي خو په یوه داسې سیاسي مورچه کې ولاړ دی چې ډېر څه یې تر لاسه کړل.
اویس توحید وايي وينم چې ادارې او عمران خان ښکیل ښکاري، عمران خان خاموشه دی.
د مولانا په حقله گمان کیږي چې هغه تل د پاکستان زاړه پالې او جذباتي سیاسي ټولنې ته په دوه رنگه سیاسي ټوپیو کې ورښکاره شوی دی.
څیړونکي وايي هغه چې میدان ته د قامي سیاست لپاره اوځي نو د پارلیمان او د هېواد د ايئن د عظمت محافظ جوړ شي خو چې کله خپلو پلویانو ته مخامخ شي نو بیا په خپله سیاسي لینده کې د مذهب غشی کیږدي.
په ظاهره لیدل کیږي چې مولانا د خپلو دغو سیاسي چالونو په وجه دا وخت د هیواد د سیاسي میدان لوی لوبغاړی جوړ شوی دی.
د هغه سره یو اړخ ته د مسلم لیگ نون په شان میانه رویه گوند او د پیپلز گوند په رنگه سیکولر نظریات لرونکي گوندونه ولاړ دی نو بل پلو ته یې ځان سره د عوامي نیشنل گوند، پښتونخوا ملي گوند او قامي وطن پارټۍ په رنگه ملت پال گوندونه هم اودرولي دي.