بلوچستان کې د وژل شوو پینځو تنو مړي موندل شوي

د بلوچستان په دالبندین سیمه کې په ډزو د وژل شوو پنځو تنو جسدونه د بجلۍ ستنو پسې ځوړ‎ند موندل شوي.پولیس وایي د وژل شوؤ کسانو شناخت لا ھم نه دی شوی او نه یې د وژنې کوم لامل معلوم شوی۔

د دالبندین د پولیس په وینا دغه مړي د چاغي ضلعې دالبندين د هلکانو کالج ته څېرمه په يوه ګڼ مېشته سيمه کې موندل شوي دي.

د بلوچستان صوبې چاغي ضلع د ایران سره په پوله پرته ده.

د دالبندین پولیس تاڼې د یوہ چارواکي خلیل الرحمان په وینا ځايي خلکو د جمعې په سهار وختي دغه مړي موندلي وو، او بیا یې لیویز او پولیسو ته خبر ورکړ‎ی:

"پولیس چې ھلته ورغلي د یادو کسانو جسدونه د بجلۍ په ستنو پسې را ځوړند لیدلي. دغه مړ‎ي یې هسپتال ته وړ‎ي اؤ ھلته د دوی پوسټ مارټم روان دی".

د پولیسو په وینا، یاد کسان پر سینه او د بدن پر نورو برخو په ګولیو ویشتل شوي دي خو دا معلومه نه دہ چې دا خلک چیرته وژل شوي، او یادې سیمې ته ولې راوړ‎ل شوي،د پېښې ذمه واري چا نه دہ منلې۔

د دالبندین د ځایي خبریالانو عبدالستار او علي رضا په وینا، دا کسان له جامو او رنګه افغانان معلومېږ‎ي، خو دا تایید شوې نه دہ، داسې شک کیږي چې دا پیښه د جیش العدل له وسله والې ډلې سره تړاو لري چې په ایران کې فعاله ده.

هغوي وایي دې ډلې څه مودہ وړ‎اندې د خپل یوہ مشر د وژنې په تړاو د نیول شویو پنځو کسانو اعترافي ویډیو خپره کړې وه، ښایي دا ھم ھغه کسان وي.

د یادو خبریالانو د دې خبرې تصدیق کومو نورو سرچینو نه دی کړ‎ی او نه ھم د مذھبي تندروې ډلې جیش العدل په دې باب کوم بیان مخې ته راغلی۔