ساېبر کرایم قانون د تندروو پرځاې عام اولس په نخښه کوي: ایچ ار سي پي

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن اود انترنیټ ازادۍ لپاره کارکونکو ډلو په ټولنیزو رسنیو د حکومت له خوا دهړکو اندیښنې ښودلي او دغه کار يې د وینا د ازادۍ پرضد بللی.

هیومن راېټس کمیشن اف پاکستان یا (ایچ ار سي پي) تیره ورځ په یو بیان کې ویلي د حکومتي استاذو په هغه بیانونو اندیښنې لري، چې په سوشل میډیا د ځواکونو پرضد د سپکاوي په ګمان به کاروايي کوي. بیان نور وايي په پاکستان کې موجوده چاپیریال د اندیښنو وړ دی.

دادارې مشر ډاکټر مهدي حسن وي او ای ډیوه ته ویلي حکومت له پکار ده د اېين د ارټیکل ۱۹ وضاحت وکړي:

٫٫ اوس د ارټیکل ۱۹ د وضاحت ضرورت دی. چې مثبت او منفي بیان به څه وي. تر څو چې د دغې وضاحت نه وي شوی هر تن به اندیښمن وي.٬٬

په پاکستان کې د انټرنیټ د ازادۍ لپاره کارکونکې ډلې باېټس فارال هارون بلوچ وی او ای ته وایي حکومت سایبر کرایم بل د ملکي وګړو پرضد کاروي:

٫٫ په پاکستان کې یو شمیر مذهبي ډلې په انټرنیټ ترهګري کوي، د خلکو د وژنو او نفرت نه ډک مواد خپروي. د هغو پرضد هیڅ ګامونه نه پورته کیږي، نه څوک نیول کیږي. یواځې عام خلک په نخښه کیږي، داسې ښکاري سایبرکرایم بل د سیاسي مخالفینو پرضد کارول کیږي.٬٬

د روانې میاشتې په ۱۴مه نیټه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان د هیواد مرکزي تحقیقاتي ادارې ته د هاغو کسانو پر ضد د سمدستي ګامونو پورته کولو امر کړې وه چې په سوشل میډیا د پوځ سپکاوی کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن یا ایچ ار سي پي د یو رپورټ تر مخه په پاکستان کې د پلټنو وفاقي ادارې یا ایف ایې ای د سایبر کرایم بل لاندې د ۹۰۰ کسانو پرضد مقدمې درج کړي دي.

د ایچ ار سي پي د تازه اندیښنو په اړه تفصیلي حال د ډیوه خبریال ارشد حسین نه په لاندیني رپورټ کې واورۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان د سایبر کرایم قانون او د بشري ډلو اندیښنې