عمران خان منلې د سېنېټ ټاکنو کښې د تحریک انصاف غړي خرڅ شوي دي

نوشېروان قلندر

د پاکستان تحریک انصاف مشرعمران خان هم منلې ده چې د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کښې یې د سېنېټ په ټاکنوکښې د گوند غړي خرڅ شوي دي.

د ټاکنو د نتېجو وروسته د گوند یومشر، د صوبې د اطلاعاتو پخواني وزیر او د اسمبلۍ غړي شوکت یوسفزۍ وي او ای ډیوه ته وېلي وو " د ٧ نه تر ٩ پورې غړي یې په درې درې کروړه روپو خرڅ شوي دي.

د پاکستان مېډیا کښې رپوټونه وايی د تحریک انصاف نزدې ٢٠ پورې غړو په مخالفه شتمنو امېدوارانو ووټونه خرڅ کړي دي.

عمران خان وايی د اسمبلۍ دخرڅ شوو غړو په ضد به قانوني گامونه پورته کوي او ددغه کسانو درک لپاره یې پلټنې پېل کړي دي.

د تحریک انصاف د صوبايی اسمبلۍ غړې شوکت یوسفزۍ وايی چې گوند ته یې د زیاتره خرڅ شوو غړو پحقله له وړاندې نه معلومه وه.

یوسفزۍ زیاتوي دغه غړي د صوبې د اعلا وزیر پروېز خټک او عمران خان نه ناراضه وو.

شوکت یوسفزۍ وايي چې په خرڅ شوو کښې یې زیاتره ښځینه غړي دي. ځکه چې عمران خان د وړاندې نه اعلان کړی وو چې کومې ښځې دا وخت داسمبلۍ غړي دي هغوي ته به په راتلونکي الېکشن کښې د پارټۍ ټکټونه نه ورکوي.

د عوامي نېشنل گوند یوې ښځینه غړې شگفته ملک د یوې پوښتنې په ځواب کښې وي او ای ډیوه ته وېلي دي د سېنېټ په ټاکنو کښې مالداره امیدواران مېدان ته ورکوز شوي وو، هرې خوا ته پېسې کارول کېدې او داسمبلۍ غړي په درې درې کروړه روپۍ خرڅېدل. نو ځکه کامیابه نشوه.

شگفته ملک وايی "

د اسمبلۍ یو غړي راته وېلي دي چې د اسمبلۍ خرڅ شووغړو د سودا وروسته په بوجو کښې پېسې وړلې

"

په خېبر پښتونخوا کښې د حکومت اتحادي گوند د جماعت اسلامي مرکزي مشر سراج الحق د سپریم کورټ نه غوښتنه کړې ده چې د سېنېټ په ټاکنو کښې دې په پېسو د ووټونو داخستو نوټس واخلي.

د پېښورد انگرېزۍ ژبې ورځپاڼې دي نیوز یو خبریال او سیاسي څیړونکې مشتاق یوسفزۍ وي او ای ډیوه ته وېلي دي.

" د دولت مندو امیدوارانومېدان ته رادانگلو او په پېسو د ووټونو اخستو کاروبار د سیاسي گوندونو د سېنېټ لپاره جوړکړي شوي پلانونه او اتحادنونه د ناکامۍ سره مخ کړي دي."

د تحریک انصاف د اطلاعاتو پخوانی وزیر شوکت یوسفزۍ وايي چې د پارټۍ خرڅ شوو غړو ته یې د اسلام اباد د جائېدادونو د یو مشهور کاروباري تن په لاس پېسې ورکړی شوي دي.

دغه کاروباري تن د پاکستان د یو پخواني صدر نزدې ملگرې یادېږي.

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کښې د سېنېټ په ټاکنو باندې د عمران خان نیوکې او د ټاکنو نتيجې ښايي. چې د پېسو لالچ ته د تحریک انصاف غړي ټینگ پاتې نه شول.

د ووټونو خرڅ ښايي چې د واکمن تحریک انصاف گوند غړي څومره د گوند د مفکورې ملگري دي؟

عمران تل د خپل گوند دغړو د ایماندارۍ لاپې وهي. خو په خېبر پښتونخوا کښې د اسمبلۍ غړو د هغه لاپې دروغې ثابتې کړي دي.