واشنګټن ډي سي —
په کال ۲۰۱۳م کې د مې په ۱۱مه نېټه ترسره شوي انتخاباتو کې په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف او اېتلافي ګوندونو صوبايي حکومت خپله ۵ کلنه اېيني موده پوره کړې.
د نورو سیاسي ګوندو پرتله د عمران خان پي ټي ايي ګوند په خېبر پښتونخوا کې زیاتې رايې ترلاسه کړې وې او د سیاسي پوهانو په وینا د عمران زیاتې سیاسي او انتخابي نعرې د نورو نه بېلې وې.
په خپلو جلسو کې به زیات تره پخواني کرکټر عمران خان وېل ٫٫ نیا خېبر پښتونخوا٬٬ او پلویانو به يې په سوشل میډیا لوې لوې دعوې او عکسونه هم خپرول.
خو په خېبر پښتونخوا کې په تیرو پېنځه کالو کې پاکستان تحریک انصاف او اېتلافي ګوندونو خپلې کومې لوې لوې وعدې یا ژمنې پوره کړي؟ او د تیرو حکومتونو په مقابله کې کوم ښه کارونه کړي؟
د سیړونکو نظر د احسان محمد خان په دې رپورټ کې واورئ.
Your browser doesn’t support HTML5