پاکستان کې د داعش ښکاره پلوي مولانا عبدالعزیز په لال مسجد کې خطبه ورکړې

د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه د اسلام اباد لال مسجد (سور جومات) خطیب او د خود سره اسلامي ریاست یا داعش ګوند ښکاره پلوي مولانا عبدالعزیز د دریو کالو د بندیز وروته تیره ورځ (جمعې) ناڅافي دغه جومات ته ورغلی او د جمعې مانځه له راغلي خلکو ته يې خطبه (وینا) هم کړې.

مولانا عبدالعزیز درې کاله وړاندې د پېښور ارمي پبلک سکول باندې د ترهګرو د خونړي برید وروسته د یو لانجمن بیان ورکولو په سر د جومات د امامتۍ نه لرې کړی شوی وو.

تیره میاشت هم نوموړي اعلان کړی وو چې هغه به د جمعې مانځه له لال مسجد ته ځي او خطبه به ورکوي خو د اسلام اباد ځایي انتظاميي هغه ته د دغې کار اجازه نه وه ورکړې. د مولانا یو ویاند مطبوعاتو ته ویلي وو انتظامې ورته د مسلم لیګ (ن) حکومت ختمیدو پورې د انتظار کولو او خپلې منصوبې د وړاندې نه نه اعلانولو وینا هم کړې وه.

مدني فعال او درې کاله وړاندې د مولانا عبدالعزیز پرضد احتجاج کونکې ډلې فعاله غړي جبران ناصر په سوشل میډیا لیکلي د مولانا عبدالعزیز نامه د هغه کسانو په نوملړ(شیډول ۴) کې شامله ده چې په ښکاره د وینا کولو اجازه نه لري. نوموړي په حکومت غږ کړی چې د دغې مخنیوی وکړي.

سیړنکار خادم حسین وي او ای ډیوه ته وايي په پاکستان کې یو وارې بیا د انتخاباتو وړاندې د کال ۲۱۰۳م په شان ماحول تیاریږي.

٫٫ د انتخاباتو وړاندې داسې مذهبي تندروه کسان ازاد پریښودل، په داخله وزیر حمله کیدل، حدفي وژنې سېوا کیدل، دا ټول کارونه په کال ۲۰۱۳م کې هم شوي. ځېنې پټ لاسونه چې کوم ګوندونه او کسان د انتخاباتو نه لرې ساتل غواړي داسې قسمه خلک او تنظیمونه به کاروي.٬٬

مولانا عبدالعزیز او د هغه د مدرسې جینکو طالبعلمانو په ښکاره د داعش تندروه ګوند نه یواځې حمایت کړی، د ګوند د هغه وخت مشر ابوبکر البغدادي ته يې د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړی وه.

په پاکستان کې د انتخاباتو وړاندې د مذهبي تندروه سوچ لرونکو کسانو په ښکاره فعالیتونو یو رپورټ په لاندیني لنک واورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د انتخاباتو وړاندې د مذهبي تندروه ډلو او غړو رول ؟