محسن داوړ: د ریاست نه د وفادارۍ سرټیفیکېټ نه غواړو

د پاکستان شمالي او جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر د څلورو میاشتو د ځندان تیرولو وروسته نن قامی اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي، دويي ته نور د ریاست نه د وفادارۍ د (سند) سرټیفیکېټ اخستلو ضرورت نشته، دوي قرباني شوي او اوس به ریاست پاکستان خپله وفاداري ښايي.

نن چې کله محسن داوړ او علي وزیر پارلیمان ته ورغلل نو د حکومت مخالفه ډلو لخوا ورته تود هرکلی وویل شو.

قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې محسن داوړ وویل چې وزیراعظم عمران خان منلې چې ټولې نړۍ نه راغونډو شوو ترهگرو ډلو ته د پاکستان پوځ تربیت ورکړی وو. نوموړي تپوس وکړو: ٫٫ دغه ډلو چې په پاکستان کې کوم خلک او پوځیان وژلي د هغې ذمه دار څوک دي؟ او د وژل شوو کسانو د وینې پوښتنه به د چا نه کوو؟٬٬

محسن داوړ او علي وزیر د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان دي. دغه دواړه د خړکمر د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د تر هگرۍ په تور کې نیولي وو او پرې تور لګولی وو چې په پوځي چیک پوسته یې حمله کړې ده.

د قامي اسمبلۍ دغه دواړه غړي د څلورو میاشتو د بند وورسته تېره اوونۍ د هري پور جېل څخه د یوې میاشتې په عارضي ضمانت خوشي کېدلو وروسته د گل یا دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته ورغلي وو.

قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې محسن داوړ وویل چې د پاکستان پوځ مشر په روس کې د وېنا په وخت ویلي وو چې پاکستان څه کرلي وو هغه ريبي، محسن داوړ وویل زه دا پوښتنه کوم چې کوم جنگي ذهنیت جوړ کړی شوی د هغې ښکار څوک وو؟

داوړ زیاته کړه چې ریاست د خپلو جنگي مقصدونو لپاره د پښتنو یو پوره نسل استعمال کړو. نو ایا دا وفاداري وه؟ دا کومه وفاداري ده؟ دا وفاداري ده چې د ټولې نړۍ نه ترهگر راټول کړی شول او پښتانه یې پرې اووژل. ٫٫ وروسته د ترهگرو په ضد د اپرېشنونو په نامه هم خلک ووژل شول او کوم خلک چې ددغې جنگي پالیسی په شا وو نو هغه اوس پټېږي.٬٬

کله چې د عمران خان په حکومت د محسن داوړ نیوکې سختې شوې نو د پاکستان په سرکاري ټي وي چینل د محسن داوړ د وینا غږ چپ او پرده تته شوه.

محسن داوړ د خړ کمر پېښې تفصیل او د حکومت لخوا پورې کړی شوو تورونو ته په ځواب کې وویل چې که په ده او علي وزیر د یوې گولی ډز هم ثابت کړی شو نو تیار دی چې د اسلام اباد په ډي چوک کې ورته تیزندي ورکړی شي.

نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړې چې د خړکمر خوا ته وژل شوي پوځیان هغه چا وژلي چې عمران خان به ورته په پېښور کې د دفتر ورکولو غوښتنې کولې. محسن داوړ په خپله وینا کې د هغه ټولو خلکو مننه هم وکړه چا چې د زندان څخه د هغه د خوشې کولو عوښتنې کړي دي.

د پاکستان پوځ د ترهگرو د ملاتړ تورونه ردوي او واي د ترهگرۍ په ضد جگړه کې یې ډېر پوځیان وژل شوي. د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور په خپل یو بیان کې د پښتون ژغورنې غورځنگ په غړو د هیواد په خلاف د کرکې خورولو تور پور کړی وو. د پوځ تر جمان ويلي وو چې د پي ټي ایم مشران د افغانستان او هندوستان نه پېسې اخلي.

خو د پښتون ژغورني غورځنګ دغه ټول تورونه ردوي او وايي د دوي ټولې غوښنې د پاکستان د اېین او قانون لاندې دي او که د پوځ سره د پي ټي اېم د نورو هیوادونو نه د پېسو اخستلو څه ثبوتونه وي نو ولس ته دې وړاندې کړي.