د نقیب مسید کورنۍ وايي د مقدمې د دوو گواهانو ژوندونه په خطر کښې دي

د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د پولیسو په "جعلي" مقابله کښې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب الله مسید د کورنۍ غړي وايي دمقدمې د گواهانو سرونو ته یې ممکنه خطرې موجود دي.

د نقیب مسید د تره زوې نور رحمان وايي

"د مقدمې هغه دوه گواهان دوي پټ ساتي چې په دې کېس کښې ډېر اهمیت لري."

نور رحمان وايي دوي ویره لري چې د نقیب مسید په وژنه کښې تورن او د طاقت ور پولیس افسر راو انوار کسان ورته زیان رسولې شي.

دې زیاتوي چې دا اندېښنې یې د هغې وروسته زیاتې شوي دي چې د سپریم کورټ د پرله پسې احکاماتو باوجود ریاستي ادارو تر اوسه راو انوار اونه نېولې شو او نه دی عدالت ته حاضرېږي.

په مقدمه کښې د نقیب د کورنۍ فعاله غړې نور رحمان وايي چې د ممکنه خطرو له وجې دوي دواړه اهم گواهان د کراچۍ نه راویستلي دي او د نقیب مسید کېس لپاره جوړې جرگې فېصله کړې ده چې دواړه پېښور ته انتقال کړي.

د نقیب په کېس کښې د نورو گواهانو ترڅنگ نصرالدین او حضرت علي د موقع اهم گواهان دي. دوي دائین د ١٦١ مادې لاندې د موقع د گواهانو په حېث خپل بیانون ریکارډ کړي دي.

نصرالله او حضرت علي د تېرې جنورۍ په ٢٣ نېټه د نقیب الله د وژنې مقدمې درج کولو په وخت وېلي وو." پولیسو دوي هم په دریمه جنورۍ د نقیب الله سره اوچت کړي وو او تردرېو ورځو پورې یې ترې پوښتنې کولې.

دواړو گواهانو په خپل بیان کښې دا هم وېلي وو چې پولیسو دوي درې ورځې وروسته پرېښودلي وو او نقیب مسید یی د ځان سره پاتې کړې وو.

دوي وايي چې د پرېښودلو په وخت ورته پولیسو دا دړکه ورکړې وه چې که دغه خبرې یې بهر بل چا ته وکړې نو خېر به ورسره ونکړي.

په مقدمه کښې د نقیب مسید د کورنۍ سره قانوني مرسته کونکې ښځینه قانون پوهه سمرینه خان وزیر وايي چې سپریم کورټ د ټولو صوبو او اسلام اباد د پولیسو مشرانو ته امر کړی دی چې د نقیب د کورنۍ او د مقدمې د گواهانو تحفظ دې یقیني کړي خو دا وايي دوي د حکومتي گامونو نه مطمئنه نه دي.

سمرینه خان وزیر زیاتوي دا د نقیب مسید د پلار ملک محمد خان، په کېس کښې فعاله دده د کورنۍ د غړو او د کېس د گواهانو د ژوندونو په اړه ډېره اندېښمنه ده.

دا وخت د نقیب الله د بېگناه وژنې په سر د سپریم کورټ لخوا په خپل سر اخستي شوي نوټس او په کراچۍ کښې د ترهگرۍ ضد عدالت کښې ددواو بیلا بیلو مقدماتو اوورونې روانې دي