خیبر پښتونخوا په قامي ویش کې د مرکز نه زیاتې پنګې غواړي

خیبر پښتونخوا په قامي ویش کې د مرکز نه زیاتې پنګې غواړي

د خیبر پښتونخوا صوباېي حکومت چارواکي واېي د وسېلو د ویش قامي مالیاتي کمېشن یا اېن-ایف-سي ایوارډ په راروانه غونډه کې به د ترهګری پرضد روانه جګړه کې صوبې ته شوي زیانونو په سر د وفاقي حکومت نه د زیاتې برخې غوښتنه کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت او د هیواد وړو صوبو لکه خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سنده ایالت تر مېنځه د مالي منافعی د ویشل کیدو په سر کشاله روانه ده او وړی صوبې تور لګوي چې موجوده ویش کې وړو صوبو ته خپل حقونه نه ورکړی کیږي. او د خیبر پښتونخوا حکومت غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د د ایالت برخه د ۱ فېصد نه تر ۳ فېصدو پورې سوا کړی شي. پدی اړه د اسلام اباد نه د ډیوه ریډیو خبریال ارشد حسین رپورټ تاسو هم اوریدی شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

خیبر پښتونخوا په قامي ویش کې د مرکز نه زیاتې پنګې غواړي