د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د واڼا سره نزدې کړي کوټ سیمه کې د ځايي مشر ملک جمیل په ګاډي چاودنه شوې، چې پکې د هغه ۲۵ کلن زوی شمس الدین وژل شوی او اؤ دملک جمیل په ګډون څلور نور کسان ژوبل شوي دي.
په ژوبلو کې یو بل ځايي مشر ملک عبدارشید هم شامل دی.
د پولیسو وینا ده چې پېښه نن د اتوار په سهار د واڼا په کړي کوټ سیمه کې هغه مهال شوې، کله چې ملک جمیل او د هغه زوی شمس الدین واڼا ته روان وو اؤ په ګاډي یې بمي چاودنه وشوه.
پولیس وایي چې په چاودنه کې مړه او ژوبل کسان د واڼا روغتون ته رسول شوي دي.
د روغتون سرچینو ډيوه ته ویلي د ملک جمیل او دوو نورو ژوبل لارویانو حالت ښه دی خو وايي د ملک عبدالرشید حالت د خطر سره مخ دی.
د پېښې د پلټنو په اړه پولیس وایي چې تر اوسه د چاودنې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې، او پلټنې روانې دي.
ملک جمیل د احمدزي وزیر قوم مشر دی او زیاتره وخت د قامي پرېکړو او جرګو پر مهال د ریاست پر امنیتي تګلارو نیوکې کوي.
ځینې خلک وايي چې هغه له تېر څه وخت راهیسې د سیمې د امنیتي او انتظامي چارواکو سره په ټکر کې دی.
د ملک جمیل زوی، شمس الدین، په پنجاب پوهنتون کې د سوشیالوجۍ زده کوونکی و او د پښتون ایجوکېشنل ډویلوپمنټ موومنټ غړی هم و.
د پښتنو ځوانانو او په ځانګړي ډول د جینکو د تعلیم لپاره هغه یوه فعاله مبازره کوله. د هغه وژنه د سیمې لپاره یوه لویه ضایعه بلل کېږي.
په دې وروستیو کې په وزیرستان او افغانستان سره په پوله پرتو نورو قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.
د پاکستان حکومت د وسله والو د ختمولو لپاره د عزم استحکام په نوم د نوو عملیاتو پیلولو منظوري ورکړې ده، خو د سیمې خلک د دې عملیاتو مخالفت کوي.