ماهرین وايي پاکستان د تودوښې له وجې د ګڼو چېلنجونو سره مخ کیدی شي

د موسمیاتو ماهران وايي د نړۍ د نورو هیوادونو په شان پاکستان کې هم د تودوښې کچې د زیاتوالي له امله په راروانو کلونو کې دغه هیواد د یو شمیر چېلینجونو سره مخ کیدی شي.

د اپریل میاشتې په ۳۰مه نېټه د پاکستان سند ایالت په نواب شاه ضلع کې د تودوښې کچه ۵۲.۲ ډګرۍ ته رسیدلې چې په نړۍ کې د اپریل په میاشت کې تر ټولو لوړه کچه ښودل کیږي.

په پېښور کې د موسمیاتو د بدلون د څیړنې مرکز مشر ډاکټر هارون په وینا په اپریل کې دومره ګرمي یا تودوښه د اندېښنې خبره ده او په راروانو کلونو کې به نه یواځې د تودوښې کچه نوره هم سېوا کیږي، د وچکالۍ او د واورې ولې کیدو لکبله د اوبو کمۍ تر څنګ سیلابونه هم زیاتیدی شي.

ډاکټر هارون وي او ای ډیوه ته وايي: ٫٫ پاکستان هم د نړۍ هغه هیوادونو کې یو دی چرته چې ټمپرېچر یا د تودوښې کچه په سېوا کیدو ده. پاکستان کې بیا د دغې د لاسه نقصانونه هم سېوا دي. پاکستان د نړۍ اووم هغه هیواد دی چې د موسمي بدلونونو د ډیرو بدو اثراتو سره مخامخدی.٬٬

پاکستان کې د زیاتۍ ګرمۍ د نورو بدو اثراتو په اړه ډاکټر هارون زیاتوي، په زرعي پیداوار کې کموالی، فصلونو ته اوبه نه پوره کیدل او ناڅافي سیلابونه راتلل هم شامل دي.

ډاکټر هارون وايي پکار ده په پاکستان کې حکومت واړه واړه ډیمونه جوړ کړي چې د واورې ولي کیدو له وجې راتلونکې اوبه پکې جمع کړی شي.

که یو خوا پاکستان په نړۍ کې د موسمي بدلون له وجې په زیاتو غیرمحفوظو یا کم خوندي هیوادونو کې شامل دیاو کال په کال د دغې له وجې زیاتو تاوانونو یا نقصانونو سره مخامخ دی، د بده مرغه پاکستان کې د دغې مخنیوي لپاره هم په وخت هیڅ قسمه ګامونه نه لیدل کیږي.

په پېښور کې د موسمیاتو ماهر سید مشتاق علي شاه وي او ای ډیوه ته وايي د موسمي بدلون بد اثر په موسمونو هم شوی او وخت بې وخته په پاکستان کې ناڅافي سیلابونو خطر په راروانو کلونو کې هم امکاني دی.

سید مشتاق علي شاه د موسمیاتي بدلو د پاکستان په موسم اثراتو په اړه زیاتوي: ٫٫ امکان دی چې په اکتوبر او نومبر کې ډیر بارانونه وشي، د جنورۍ او فرورۍ میاشتې وچې یا خشکې تیرې شي، په اووړي کې موسم یخ او په ژمي کې ګرمي راشي. داسې بدلونونه به په راروانو کلونو کې زیات په نظر راځي.٬٬

د مشتاق علي په وینا په دغه هر څه کې تر ټولو یرونکې خبره د بې وخته سیلابونو ده.

په کال ۲۰۱۵م کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تودوښې یا ټمپرېچر زیاتیدو له امله د ۱۲۰۰ نه سېوا خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی وو.

هم په دغه کال کې په کراچۍ ښار کې د تودوښو ډب یا هیټ سټروک له وجې ۴۰زره خلک پرکاله شوي هم وو.د ماهرینو په وینا د خېبر پښتونخوا پېښور ښار هم د تیرو څو کلونو راهسې د ګرمۍ یا تودوښې لوړه کچه لیدلې.

د موسمیاتو ماهرین او پوهان ګڼي چې دا مهال ټوله نړۍ د موسمي بدلون سره مخامخ ده او پکار ده پاکستان د دغې د مخنیوي لپاره په وخت ګوټلي ګامونه پورته کړي او خپل هیواد او خلک د نورو تاوانونو نه بچ کړي.