د پاکستان پوځ ویلي په بلوچستان صوبه کې د وسله والو خلاف عملیاتو کې د پوځي عسکرو په شمول ۱۴ امنیتي چارواکي وژل شوي دي.
بلخوا، رسنۍ وايي ناقانونه ټاکلې شوې مسلح ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د بلوچستان په لسبېله ضلعه کې د فرنټير کور په کېمپ د حملې ذمه واري منلې ده.
په لسبېله کې په کېمپ بريد کې چاودنې اورېدل شوي دي.
د امنيتي سرچينو له قوله ویل شوي، پينځه حمله کوونکي وژل شوي دي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه یو بیان کې وویل د اتوار، يکشنبې، او د ګل، دوشنبې، ترمنځ د شپې په مهال وسله والو د بلوچستان په لسبېله، قلات او موساخېل ضلعو کې کې حملې وکړې.
پوځ وویل د بلوچستان د موسا خېل ضلعې په راړه شم سیمه کې وسله والو د بس په مسافرو حمله وکړه.
ايي اېس پي په موسا خېلو کې د وژل شویو کسانو شمېره وه نه ښودله خو مقامي چارواکو ویلي په دغه حمله کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.
پوځ وویل امنیتي ځواکونو د حملو په جواب کې عملیات شروع کړل چې په کې د پوځي عسکرو په شمول ۱۴ امنیتي چارواکي او ۲۱ وسله وال ووژل شوو.
د پاکستان سرکاري مطبوعاتو (رېډيو پاکستان) خبر ورکړی، ترهګرو د بلوچستان په څو سيمو کې بريدونه کړي، امنيتي ځواکونو ورته کلک ځواب ورکړی، 12 ترهګر یې وژلي او څو نور ژوبل کړي دي.
د موسا خېل ضلعې اسټنټ کمشنر نجيب الله کاکړ وي او اې ډیوه ته وويل، تېره شپه (د 25م او 26م اګست) په مينځنۍ شپه کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا سره په پوله د بلوچستان صوبې د موساخېل ضلعې په راړه شم علاقه کې وسله والو د پنجاب او بلوچستان ترمنځ غټه لاره باندې ناکې لګولي د ګاډو نه یې کسان کوز کړي، شناختي کارډونه یې ورله کتلي، او د پنجاب چې کوم خلک وو هغه یې بیا وژلي دي.
نوموړي وويل، اول دوی ته خبر ورکړل شوی چې 23 کسان وژل شوي، خو وروسته په دوی کې يو ژوبل تن معلوم شوی او هغه بيا درمنلې له لېږلی دی، هغه وويل په ډزو کې نور پينځه کسان ژوبل شوي هم دي.
هغه وويل، په وژل شوو 22 کې 19 د پنجاب او درې تنه د بلوچستان دي.
کاکړ زياته کړه، وسله والو 21 ګاډي هم سوځولي دي.
له دې وړاندې د موساخېل ضلعې د پوليسو مشر (اېس پي) ايوب اڅکزي وي او اې اردو ته ويلي، په موساخېلو کې 23 کسان وژل شوي، د زياترو تعلق د پنجاب صوبې سره دی.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په موساخېلو کې د خلکو وژنه غندلې ده.
د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، موسا خېل کې د شپې په تياره کې د بسونو نه بې ګناه خلک کوز کړل شوي، شناختي کارډونه یې کتل شوي، د بې ګناه خلکو په وژنه کې د ککړو کسانو پرضد قانون لاره خپلوي.
د ليويز چارواکو وي او ای ډیوه ته ویلي، چې تېره شپه په قلات کې په مختلفو وسله والو بريدونو کې څلور د ليويز او يو پوليس اهلکار وژل شوی، او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
نوموړی وايي، د ليويز چارواکو ورته ویلي، د شپږو کسانو مړي ترلاسه شوي چې په ډزو وژل شوي خو پېژندګلو یې تراوسه نه ده شوې. هغه وايي، بولان کې د اورګاډي پُل په بارودي موادو الوځول شوی، د اور ګاډي لاره قطع شوې ده.
بلوچستان کې نور بريدونه او چاودنې
د رسنيو ترمخه، د بلوچستان په لسبېله ضلعه کې د فرنټير کور په کېمپ وسله وال بريد شوی، او چاودنې اورېدل شوي دي.
د امنيتي سرچينو له قوله ویل شوي، پينځه حمله کوونکي وژل شوي دي.
لاقانونه ګرځول شوې ډلې (بلوڅ لبرېشن ارمي، بي اېل ای) د بريد زمه واري منلې، او کېمپ کې یې د څو اهلکارو وژلو دعوه کړې ده.
ويل شوي، بي اېل اې د بلوچستان په بېلابيلو علاقو کې د حملو زمه واري منلې او د بريدونو لړۍ ته یې د (هيروف عملياتو) نوم ورکړی دی.
د بي اېل اې وياند جيند بلوڅ مطبوعاتو ته په لېږلي بيان کې په بېله کېمپ حمله کې د ګڼو پوځي اهلکارو د وژلو دعوه کړې، خو چارواکو تراوسه پورې په رسمي توګه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.
د رپورټونو ترمخه، د لسبېلې نه علاوه د بلوچستان په سبي، تربت او کوټه کې هم د ډزو او چاودنو خبرونه ورکړل شوي دي.
ويل شوي، تېره شپه په قلات کې د وسله والو په ډزو کې اسټنټ کمشنر او دوه نور اهلکار ژوبل شوي دي.
ګوادر کې هم پرون د پوليسو په تاڼه د بريد او مستونګ کې په ليويز تاڼه د وسله والو د بريد خبر ورکړل شوی دی.