اولسي تحریک: که غربي لاره ور نه کړی شوه معامله به نړي وال عدالت ته وړي

د اولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود

دپښتونخوا اولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود وايي دپاکستان اوچین اقتصادي راهدارۍ منصوبې د لاندې د غربي لارې جوړلو په لړ دخیبر پښتونخوا دحکومت او سیاسي گوندونو نه ناامیده شوي دي خو وايي دوي سره به خپلې رابطې نه ختموي. نوموړی زیاتوي اوس یې پارلیمان نه بهر د سیاسي گوندونو په مرسته دا تحریک د وړاندې بوتلو فیصله کړې ده.

هیلو وي او پروگرام کې دډیوه ریډیو نوشیروان قلندر سره د خبرو په وخت ډاکټر سید عالم محسود وايي که چرې مرکزي حکومت یوه هفته وروسته پیش کونکي بجټ کې هم د پښتنو سیمو څخه تیرېدونکې CPEC منصوبې لپاره پیسې کښې نه ښودې نوعالمي عدالت انصاف کې به مقدمې کوي ځکه چې د پاکستاني عدالتونو نه دانصاف تمې نه لري. نوموړې وايي روس هم غوښته او چین هم اوس غواړي دگوادر گرمو اوبو ته ځان اورسوي خو که دغه قوتونه ددې لپاره د پنجاب په لاره گوادر ته ځي نوصحیح به وي خو که دچین یا ددي نه وړاندې روس دپښتنودسیمې څخه تلل غواړي نو مرکزي حکومت پکې خنډان جوړوي.

ددغه خبرو نور تفصیل اوریدو لپاره په لاندیېي لنک کلک کړئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټر سیدعالم محسود