وسله والو په ویره اخته کړې د پاکستان عیسایان هیواد نه وتل غواړي

کال ٢٠١٣ کې د پیښور په یوه تاریخي گرجا حمله کې تر ٨٠ پورې کسان ووژل شو چې هیواد کې د عیسایانو خلاف تر ټولو لویه حمله گڼلې کیږي

لاهور کې دوه ځانمرگي حمله کونکو د عیسائي مذهب منونکو په دوو عبادتخانو یا گرجو تازه حمله کې لږ تر لږه ١٥ کسان ووژل او په نتیجه کې يي تندوره مذهبي وسله والو لخوا پاکستان کې د اقلیتونو دپاره موجود خطرات بیا رابسیره کړل.

خیبر پښتونخوا او قبائیلي سیمو دپاره عیسائي مشر بشپ هیمفري سرفراز پیټر پاکستان کې اقلیتونو او په خصوصي توگه د عیسائي مذهب منونکو ویرې او د امنیت په اړه د تشویش اظهار وي او ای ډیوه سره مرکه کې وکړو.

د لاهور په حملو ښاغلي پیټر د افسوس څرگندونه وکړه او وې ویل د هغه خپل خپلوانو پکې هم ژوند دلاسه ورکړی دی.

بشپ هیمفري سرفراز پیټر حکومت د طرفه عیسایانو دپاره د امنیت په اقدامات د سخت عدم اطمینان څرگندونه وکړه او وې ویل حکومت ددوي د تحفظ دپاره نه خو خپله مناسب انتظامات کوي او نه دوي پریږدي چې د خپل امنیت بندوبست خپله وکړي.

بشپ هیمفري سرفراز پیټر وویل وسله والو د پاکستان عیسایان په ویره اخته کړې او غواړي چې هیواد پریښدي. هغه زیاته کړه په تیرو څو کلونو کې ٢٥٠٠٠ عیسایانو بینکاگ، ٥٠٠٠ ملیشیا او ١٥٠٠ د عیسائي مذهب منونکو سرې لنکا ته هجرت کړې دی.

کال ٢٠١٣ کې د پیښور په یوه گرجا د طالبانو په حمله کې تر ٨٠ پورې کسان وژل شوي وو چې هیواد کې د عیسایانو خلاف تر ټولو لویه حمله گڼلی کیږي.

ښاغلي پیټر سره مرکه د ډیوه خبریال نوشیروان قلندر کړې دلته اوریدلی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

د بشپ سرفراز مرکه