په پخوانۍ فاټا کې د پاکستان د قانون نشتوالی، دحکومت بدنیت که بله څه؟

د پاکستان په پارلمان کې د مخالفه گوندونو غړي او د فاټا د انضمام پلویان پوښتنې کوي چې په خیبرپښتونخوا باندې د پخوانیو قبایلي سیمو د ورگډولو عمل کې د وروسته والي وجه، کوم قانوني مشکل دی او که د صوبايي حکومت په نیت کې فرق دی؟

په خیبر پښتونخوا اسمبلې کې د عوامي نېشنل گوند پارلماني مشر سردار حسین بابک وايي چې د صوبې حکومت د فاټا د انضمام لپاره کمیټې جوړوي خو د دې ضرورت له سره نشته ځکه چې د صوبې حکومت د پنځه ویشتم آئیني ترمیم لاندې اوس مکمل با اختیاره دی.

بابک وايي که حکومت غواړي نو د پولیس او عدالتي نظام او د انضمام نور عمل لپاره یوه میاشت وخت هم پوره دی، خو بابک زیاتوي چې په صوبه کې د تحریک انصاف حکومت په دې کار کې سنجیده نه دی.

سردار بابک د ډیوه په لویه خیبر پښتونخوا خپرونه کې وویل چې د صوبې د حکومت تاخیري حربې ښايي چې د پښتنو دا سیمه د پاکستان د خارجه تگلارې لاندې د سټراټیجکي جوروالي لپاره استعمالیږي ځکه دا عمل په ځای ولاړ دی.

سردار بابک زیاتوي چې په پاک افغان پوله د ازغن تار لگولو لپاره چې کله دوی وغواړي نو ٢٠٠ اربه روپۍ په یو حکم په یوه گهنټه کې منظوري کړی شي خو د پولیس اوعدليې نظام فاټا ته غزولو لپاره ورته بیا مشکل جوړشي.

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان اېډوکېټ وايي چې سپریم کورټ نه یې د پولیس او عدليی فاټا ته غزولو لپاره وخت غوښتې خو که عدالت وخت ورنکړو نو د نوي کال تر اولنۍ هفتې پورې به د نظام غزولو په عمل لاس پورې کړي.

د فاټا سیاسي اتحاد غړي او د فاټا لائرز فورم پخوانې صدر اعجاز مومند وايي چې د پاکستان قانون پخوانی فاټا ته ورغزول د صوبې د حکومت لپاره هېس گران کار نه دی خو دوي په دې کار کې بد نیته دي.

اعجاز مومند وايي چې عمران خان هم څوڅو وارې د قامي وسیلو نه د درې فیصده ورکولو امر جاري کړې دې خو باېد هغه قوتونه ښکاره کړی شي چې څوک دغه پېسې نه ورکول غواړي.

اعجاز مومند گواښ وکړ چې د فاټا په اولس کې د زیاتېدونکو اندېښنو له وجې دفاټا سیاسي اتحاد یوه اهمه غونډه په ٢٩ م اگست راغوښتې شوې ده او د ځوانانو سره هم رابطې شوي دي او که چیرې صوبايی حکومت په دې کې د نور وروسته والي نه کار اخلي نو یو ځل به بیا ډېر زر په نوي تحریک لاس پورې کړي.