اېچ ار سي پي په ګلګت بلتستان کې د انتخاباتو د څارنې د عمل په اړه تشویش څرګند کړی

 د ټاکنو کميسون دغه تورونه ردوي او وايي چې د ټاکنو عمل یې روڼ او په ازاده توګه تر سره کړی ، خو که بيا هم کومه ډله يا ګوند شکايت لري نو د قانون سره سم به یې اورونه کوي

د پاکستان د بشري حقونو غیر حکومتي تنظیم ویلي په ګلګت بلتستان کې د قانون ساز اسمبلۍ دپاره د انتخاباتو په مهال د اېچ ار سي پي په شمول د ووټونو د څارنې نورو ډلو ته د رايو د ورکوولو مرکزونو او بيا د رایو د شميرنې عمل په وخت مرکزونو ته دننه د داخليدو اجازه نه وه ورکړل شوي ۔

هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، وویل نه يوازې د رايو په ورځ بلکې د انتخابي کمپاين په وخت هم يو شمير سر غړونې ليدل شوې دي ۔

د ګلګت بلتستان دپاره د اېچ ار سي پي رابطه کار اسرارالدين اسرار وي او ای ډيوه ته وویل د ټاکنو په ورځ په سيمه کې د رايو عمل کتلو دپاره يو شمير بې پلوه او ازاد ټيمان موجود وو خو د ګلګت دننه په يو شمير مرکزونو کې لومړی د رايو ورکوولو او بيا د رايو د شميرنې په وخت دوی ته اجازه نه وه ور کړل شوي چې دغه د شفافو او ازادو ټاکنو په عمل پوښتنې را پورته کوي ۔

اسرار الدين زياته کړه ، په يو شمير انتخابي حلقو کې ورته داسې وويل شوي چې ځينو خلقو ته خو په دويم ځل هم د رايو ورکوولو اجازه ورکل شوې ، خو بيا ډير شمير هغه خلق چې معذوران دي دا شکايت وي چې د دوی د ډاک رايي وړاندې جاري شوي ، ولې دوی څخه پټ په پټه کارول شوي ۔

د بشري حقونو کميشن وايي ۔ دغه ټاکنې د ٢٠١٧ انتخابي ايکټ يا قانون د لاندې تر سره کيدلې خو د کمپاين په وخت ددې قانون سر غړونې ليدې شوي ، د مرکزي حکومت وزيرانو او مشيرانو په کمپاين کې برخه اخيستې او په ډاګه يي د پرمختيايي پروژو ، فنډونو او انتظامي ضلعو او تحصيلونو جوړولو اعلانونه کړي ، چې دغه قانوني توګه اجازه نه وي۔

د ټاکنو کميشن ته هم په دې اړه تر ٣٠٠ شکايتونه درج شوي. کېمشن ویلي که د درغلیو په اړه د شکایتونو پلټنې به کوي؟

پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن هم په ګلګت بلتستان کې د ټاکنو وروستو د درغليو تورونه لګولي او پرضد يي احتجاجونه هم دوام لري.

د ټاکنو کميسون دغه تورونه ردوي او وايي چې د ټاکنو عمل یې روڼ او په ازاده توګه تر سره کړی ، خو که بيا هم کومه ډله يا ګوند شکايت لري نو د قانون سره سم به یې اورونه کوي.