په پاکستان کې د خلکو لپاره خوراک کم شوی او د لوږې کچه زیاته شوي

A man sells food at a fruit and vegetables market in Lahore November 12, 2012. REUTERS/Mani Rana (PAKISTAN - Tags: SOCIETY BUSINESS AGRICULTURE FOOD) - RTR3AB6X

په امریکا کښې د لوږې د څارنې یوې ادارې خپلې تازه سروی کښې ويلي دي چې پاکستان په سیمه کښې د لوږې په فهرست کښې د افغانستان نه یوازې یوه درجه بره دی او په ټول هېواد کښې د وړاندې په پرتله په خلکو کې د ولوږې یا د خوراک د کمي کچه زیاته شوي ده.

انټرنېشنل فوډ پالیسي ریسرچ انسټیټوټ خپل رپورټ کښې وايی پاکستان کښې لیدل شوي دي چې د خوراک د کمي او مناسب خوراک نشتوالي له امله د پنځو کالو نه په کم عمرماشومانو کښې د وړوکي قد او کم وزنۍ مسلې زیاتې شوي دي.

د کال ٢٠١٧ د سروی ترمخه پاکستان دا وخت د ١١٩ ملکونو کښې فهرست کې ١٠٦ مه درجه ولاړ دی. د لوږې یا خلکو لپاره د خوراک د کمي په اړه دغه نړیوال رپورټ ښايي چې په سویلي اایشیا کښې د پاکستان په گاونډ کښې هند په سروی کښې په سلم نمبر دی.

د لوږې نړیواله سروی وايي سویلي ایشیا کښې سږ کال د لوږې کچه بدتره وه او د سیمې په هېوادونو کښې تر ټولو زیاته اغېزه د پنځو کالو نه د کم عمر په ماشومانو وه. رپورټ زیاتوي د افریقا سويلی هېوادونه د سويلی ایشیايي هېوادونو په مقابله کښې کم اغېزمن شوي وو.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا کښې صوبايی حکومت د لوږې کچه کمولو لپاره د تېرو څو میاشتو راهسې بېړنی حالت پر ځای کړی دی. د لوږې او د کم غذایت په وجه د ماشومانو د مرگونو مخه نیولو لپاره د د صوبې د صحت محکمې د غذائیت ډائرېکټرېټ هم جوړ کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د نیوټریشن یا غذایت ډائرېکټر ډاکټر هارون وي او ای ډیوه سره په یوه مرکه کښې ويلي وو چې حکومت په صوبه کښې په مور او ماشوم کښې د خوراک کمی لرې کولو او د صحت د مشورو لپاره یو ارب او شپېته کروړه روپی ټاکلي دي.

ډاکټر هارون وویل په صوبه کښې یې ددې مقصد لپاره د استحکام مرکزونو جوړولو باندې کار پېل کړی دی او تر اوسه یې په پېښور، مردان ، صوابۍ، نوښار، بنو، بره دیر او هري پور ضلعو کښې ١٢٠ مرکزونه جوړ کړل او په مجموعي توگه به ٥٠٠ داسې مرکزونه جوړوي.

د پاکستان په نا ارامه صوبه بلوچستان کښې ځايي حکومت د ملګروملتونو د خوراک د پروګرام د څانګې په مرسته داسې درې کلنه منصوبه پېل کړي چې ترمخه به يي د بلوچستان په نهو ضلعو کې د خوراک د کمي سره مخامخ ماشومانو او حامله ښځو سره مرسته کيږي.

دغه پروګرام چې وړاندې د بلوچستان د اووه ضلعو لپاره وو اوس پکې پشين او نوشکي ضلعې هم شاملې شوي دي.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي په بلوچستان کې۵۰ فیصد ماشومان د خوراک دکمي سره مخامخ دي چې له کبله يي د اکثرو ماشومانو ونه یا قد ټيټ پاتې کېږي.

د غدایت ماهر ډاکټر ناصر علي وايي په بلوچستان کې ١٦ فیصد ماشومان خوراک د انتهايي سخت کمي سره مخامخ دي په صوبه کښې ١٠٠٠ ؤ کې تر ٧٦ پورې ماشومان د پیدایش نه پس د کال دننه ژوند د لاسه ورکوي.