منظور پښتین او ماما قدیر د بې درکه کسانو په اړه له یو بل سره ويني

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین او د بې درکه بلوڅانو د مبارزې مشر ماما قدیربلوڅ ویلي په پاکستان کښې په زور د بې درکه شویو کسانو درک لگولو لپاره به یوبل سره ویني.

دواړو مشرانو د یوبل سره دلیدو کتو لپاره د وي او ای ډیوه په خپرونه کې رضا شوې دي.

دواړو ملت پالو مبارزینو ددغې لیدنې ژمنې د پاکستان د مرکزي حکومت د لادرکه خلکو د کمېشن لخوا د تازه شمېرو د برسېره کولو وروسته کړي دي.

د گل په ورځ په پاکستان کې په زور د بې درکه شوو کسانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن ويلي، په تيرو اتو مياشتو کې د لا درکه کسانو شمېره لا نوره زیاته شوې او هره ورځ د دريو لا درکه کسانو نومونه کمېشن ته سپارل کيږي.

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پښتنین د وي او ای ډیوه په پروگرام کې ویلي دي دوي سره د ٨٠٠٠ زرو نه د زیاتو په زوره د بې درکه کړی شویو پښتنو شمېرې دي او زیاتوي دا شمېرې نورې هم زیاتې دي.

د بې درکه بلوڅانو سازمان "وایس فار بلوڅ مسنگ پرسن" مشر ماما قدیر بلوڅ هم حکومتی کمېشن شمېرې رد کړي دي او وايي د پاکستان ریاستي ادارو د کال ٢٠٠١ راهیسې د ۴٥٠٠٠ زرو نه زیا بلوڅان په زرو بې درکه کړی دي.

د پاکستان د حکومت د بې درکه کسانو لپاره جوړ کمیشن دغه شمېرې کمې ښايي.

ماما قدیر زیاتوي په دغه موده کې د ١٠٠٠٠ زرو نه د زیاتو بلوڅانو مسخ شده مړي موندل شوي دي چې د لادرکه کولو وروسته پرې ناروا تشدد شوې او وروسته ېی مړي غورزول شوې دي.

مطبوعات د لا درکه کسانو د کمېشن د شمېرو له مخې وايي، سږکال په جنورۍ او اګست میاشتو کې کمېشن ته د ٧٤٠ نورو لادرکه کسانو نومونه رپورټ شوي دي.

په کال ٢٠١٠ کې ددې کمېشن د جوړېدو راهیسې، په مجموعي ډول د ٥٢٩٠ لا درکه کسانو کېسونه راغلې وو چې په کې تر ټولو زيات، ،٢٠١٩ د خيبرپښتونخوا اوسېدونکي دي.

دغه شمېرې ښايی چې د سند نه ١٣٦٧، پنجاب ١٠٩٩، بلوچستان نه ٣٥٦ او د پايه تخت اسلام اباد نه ٢١٧ خلکو د بې درکې کيسونه رپورټ شويدي.

دواړو ملت پاله مبارزینو د حکومتي کمېشن په شمېرو ناباوري څرگندې کړي دي او وايي دا شمېرې ډېر کمې دي.