تحریک انصاف: د سېنېټ په انتخاباتو کې ځینو غړو په پېسو ووټونه خرڅ کړل

د خېبرپښتونخوا اسمبلي

په خېبر پښتونخوا کښې واکمن گوند تحریک انصاف تور لگولی دی چې ځینو غړو یې د سینیټ په ټاکنو کښې ووټونه په پېسو خرڅ کړې دي چې زیاتره پکې ښځې دي.

د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت د گوند یومشر، د صوبې د اطلاعاتو پخواني وزیر او د اسمبلۍ غړي شوکت یوسفزۍ ومنله چې "په خرڅ شووکسانو کښې زیاتره د دوی د پارټۍ زنانه غړي دي چې شمېره یې پنځه ده."

شوکت یوسفزۍ وویل دوی ته معلومه شوې ده چې "خرڅ شوو غړو یې مخالفه امیدوارانو نه د ووټ په سر درې درې کروړه روپۍ اخستي" دي.

د گوند دغه مشر وايی دا وخت د دغه غړو نومونه نشي څرگندولې خو زیاته یې کړه د گوند د اووه نه تر د نهو پورې غړو یې ووټونه خرڅ کړي دي چې په ضد به یې ډېره زر قانوي گامونه پورته کولې شي.

د پاکستان د انگرېزيۍ ژبې ورځپاڼه ډان د خپلو سرچینو له خلې دعوه کوي چې د تحریک انصاف گوند د خرڅ شوو غړو شمېره د ١٧ نه تر ٢٠ پورې ده. خوشوکت یوسفزۍ د ډان د دغهه شمېرو سره اتفاق نه کوي.

پخوانې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ وايي د سینیټ په ټاکنو کښې د دوی د گوند هدف د شپږو چوکو تر لاسه کول وو خو دوي پنځه گټلي دي. هغه زیاتوي د مولانا سمیع الحق په معامله کښې دغه غړو خپل قول نه دې پوره کړې.

د تحریک انصاف گوند یو مشر د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل چې د پارټۍ خرڅ شوو غړو ته د اسلام اباد د جائېدادونو یو مشهور کاروباري تن په لاس پېسې ورکړې شوي دي. دغه کاروباري تن د پاکستان د یو پخواني صدر نزدې ملگرې یادېږي.

شوکت یوسفزۍ وايي چې د خرڅ شووغړو په اړه تحریک انصاف فېصله کړې ده چې پوره سزاگانې به ورکړې کېږي او پلان دادي چې د پارټۍ اواسمبلۍ غریتوب ختمولو لپاره به ددوي په ضد قانوني کاروايي کوي، ځايي کارکنان به یې د کورونو گهېرا اچوي او ائنده به پارټۍ کښې نه پرېښودل کېږي.

د خالي په ورځ د سینیټ په ټاکنو کښې اسمبلۍ د ٦١غړو د شمېر باوجود تحریک انصاف پنځه چاوکۍ گټلي دي.

د غېر سرکاري نتیجو ترمخه د خېبر پښتونخوا نه د سینیټ په ټاکنو کښې پیپلزگوند او پاکستان مسلم لیگ (ن) ډلې دوه دوه ، جمعیت علما اسلام (ف) او په صوبه کښې شریک واکمن گوند جماعت اسلامي یوه یوه چوکۍ گټلې ده.

ملت پاله گوندونو عوامي نېشنل گوند او د افتاب شېرپاو قامي وطن گوند یوه چوکۍ هم نه ده گټلې.