د منظور پشتون نزدې ملگری ادریس پښتین د جېل څخه خوشی کړی شو

د شمالي وزیرستان نه د صوبايي اسمبلۍ لپاره منتخب شوي غړي میر کلام هم په خپل فېس بک پاڼه د ادریس پښتین د خوشې کېدو خبره کړې ده

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین نزدې ملگری او د تحریک فعاله غړی ادریس پښتین د نهې سه شنبې په ورځ د هري پور بندي خانې څخه خوشی کړی شو.

د پي ټي ایم د بنو یو فعاله غړي ندیم عسکر په فېس بک د ادریس پښتین د ازادیدو تصدیق وکړو او لیکلي یې دي چې ادریس پښتین ته د زندان څخه په خوشې کېدلو هرکلې وایو.

د شمالي وزیرستان نه د صوبايي اسمبلۍ لپاره منتخب شوي غړي میر کلام هم په خپل فېس بک پاڼه د ادریس پښتین د خوشې کېدو خبره کړې ده.

ادریس پښتین نزدې دوه میاشتې وړاندې د خېبر پښتونخوا سویلي ښار ډېره اسماعیل خان څخه په هغه مهال نیول شوې وو چې د غورځنگ د مشر منظورپښتین سره په یو موټر کې روان و.

ادریس د منظور پښتین په باوري ملگرو کې دی او د ده په هغو دوو محافظانو کې دی چې اکثره د سفر په وخت د منظور پښتین سره ملگري وي. د منظور بل ملگرې او محافظ بلال مسید دی چې هغه هم دا واخت په هري پور جیل کې دی.

د ادریس او بلال په اړه منظور پښتین ويلی چې دواړه ځوانان یې د هغو یو څو نزدې ځوانانو ملگرو نه دي چې لومړی د محسود تحفظ موومنټ په نامه پېل شوي تحریک کې د ده سره مل وو او بیا د پي ټي ایم په جوړېدو کې په هر گران وخت کې هم ورسره کلک ولاړ وي.

د پېښورهايي کورټ څو ورځې وړاندې د ادریس پښتین په شمول د پي ټی ایم د ٧ کسانو ضمانت منظور کړی وو.

د پي ټي ایم د وکیلانو د کمېټۍ مشر شهاب خټک وي او ډیوه ته په دغه مهال ویلي وو چې د پي ټی ایم فعالان د تهري ایم پي او یا امن ته د زیان اړولو په تور کې نیولي شوي وو او په دوي باندې څه ښکاره د قانون سر غړونو تورونه نشته.

د ادریس پښتین نه وړاندې د غورځنگ نور فعالان عبدالله ننگیال بېټنی، رحمت شاه مسید، یوسف مسید او عارف وزیر د جولايي په دوېمه نېټه خوشي کړي شوي وو او دا وخت د منظور بل محافظ بلال مسید او د غورځنگ فعاله زبیر مسید تر اوسه د هري پور په جیل کې بندي دي.

امنیتي ادارو نزدې د شپږو میاشتو راهیسې د غورځنگ د لادرکه خلکو د کمېټۍ مشرعالمزېب مسید هم په کراچۍ کې په جېل کې بندي کړی دی او د غورځنگ مشر منظور پښتین وايي چې ریاست ورله د جېل اذیت ځکه ورکوی چې عالمزېب مسید د زرگونو لادرکه پښتنو په رامعلومولو کې کره معلومات راټول کړي دي.

پي ټي ایم د یونیم کال نه زیاتې مودې راهیسې د ریاست په ضد پرامنه احتجاجونه کوي او غوښتنې کوي چې په کراچۍ کې په جعلي پولیس مقابله کې ککړ پولیس راو انوار دې گرفتاره کړی شي او ورته دی عبرتناکه سزا ورکړی شي.

غورځنگ نورو غوښتنو کې وايي چې په زرگونو لادرکه پښتانه دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي، په پخوانی فاټا کې دې خښ کړي شوي بمونه ناکاره کړی شي، د چادونو وروسته دی د پښتنو په کورونو یرغلونه ودرول شي او د ترهگرۍ ضد جگړې په وخت دی د ماورا عدالت وژنو لپاره دې د رښتیاو رامعلومولو د پلټنو بې اړخه کمېشن جوړ کړی شي.

حکومتي او د ریاستی چارواکو ترڅنگ پاکستان کې ټول سیاسي گوندونه د غورځنگ غوښتنې جائزې بلي خو وزیر اعظم عمران خان وايي چې د غورځنگ مشران د پوځ په ضد سخته لهجه کاروي.

د پاکستان د پوځ د ویاند مېجر جنرل اصف غفور د یو خبري کانفرنس په وخت ویلي وو چې پي ټي ایم ته یې زغم نور ختم شوې دې او په ضد به یې قانوني گامونه پورته کوي.

د پوځ د ویاند د خبرداري وروسته امنیتي ادارو د پي ټی ایم د اهمو مشرانو د قامی اسمبلۍ غړو علي وزیر او محسن داوړ په شمول په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ په شمول په گرد هېواد کې د غورځنگ په لس گونو فعالان ونیول او ددوی په ضد یې مقدمات درج کړل.