د حکومت او تاجرانو ترمنځ په سېلز ټېکس څه اختلافات دي؟

د گل، دوشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې تاجرانو د اېف بي ار د دفتر مخې ته مظاهره وکړه

پاکستان کې د تاجرانو اوحکومت ترمنځه د نوي اقتصادي پالېسۍ او د ټېکسونو نظام په سر اختلافونه زیات شوي دي.

د پاکستان د تاجرانومرکزي تنظیم وایس چېرمېن حاجي افضل وايي چې "حکومت د ټېکس په نوي نظام کې په تاجرانو د گاهک نه اخېستونکي سېلز ټېکس رېکارډ ذمه واري هم په کاروباریانو وراچولې ده او دغه ذمه واري اوچتول د تاجرانو د وس خبره نه ده."

خو حکومت وايي چې د ټېکس په نظام کې که څه هم خنډان وي نو حکومت یې لرې کولو ته یې تیار دی.

د پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ وايي " چې حکومت د ټېکس ورکونکو شمېره زیاتول غواړي او روان احتجاجونه هغه تاجران کوي چې د ټېکس په نظام کې راتلل نه غواړي."

د گل په ورځ د تاجرانو مرکزي ډلې د نوي نظام په ضد په سرښار اسلام اباد کې د ټېکس اخېستلو ادارې اېف بي ار د مرکزي دفتر په وړاندې احتجاج هم کړی دی.

تاجرانو د احتجاج په وخت گواښ کړی دی که په درېو ورځو کې یې غوښتنې پوره نه کړی شوې نو په ټول هېواد کې به شټرډاون او د گاډو ودرولو کاربندېز پېل کړي.

د ټېکس نوې نظام او د تاجرانو دریځ

اېف بي ار

د پاکستان د تاجرانومرکزي تنظیم وایس چېرمېن حاجي افضل وي او ای ډیوه ته د کاروباریانو دریځ په اړه ویلي چې تاجران ټېکسونو ورکولو ته تیار دي خو زیاتوي چې د ټېکسونو راغونډولو د طریقه کار سره یې اختلاف دی.

حاجي افضل د ټېکسونو د نوي نظام تفصیل څه داسې ویلې

1 - هر رجسټرډ تاجر به د پنځوس زرو (50000) نه د زیاتو پېسو سودا په نغدو پېسو نشي خرڅه ولی او د متعلقه گاهک نه به په چېک یا په بنک کرېډټ کارډ پېسې اخلي.

2 - د هر گاهک نه به ضرور د شناختي کارډ کاپي یا د کارډ نمبر له ځان سره په رېکارډ کې اېږدي.

3 -د گاهک نه به د 50000 روپو نه د زیاتې سودا په وخت 17فیصده ټېکس اخلي او دغه به بیا په مقرره وخت کې د ټېکس ادارې اېف بي ار سره جمع کوي.

د تاجرانو مرکزي وایس چېرمېن ددغه حکومتي گامونو په اړه خپل دریځ کې وايي چې د یو تاجر لپاره دا ممکنه نه ده چې د هر گاهک نه په چېک پېسې واخلي. دې وايي چې ممکنه ده د گاهک بنک اکاونټ کې ستونزه وي نو بیا خو د تاجر تاوان پوره کولو لپاره څه نظام هم نیشته.څه به کوي؟

حاجي افضل نور خپل وضاحت کې وايي چې د گاهک نه ورته د شناختي کارډ کاپي یا نمبر اخستل هم اسان کار نه دی باېد حکومت ددې لپاره بل څه طریقه جوړه کړي.

دغه تاجر مشر وايي چې حکومت باېد د سېلز ټېکس اخستلو کار په درېو مرحلو کې اویشي داسې به حکومت ته په وخت پېسې هم رسي او رېکارډ ساتل به هم اسان شي.

د تاجرانومشر وايي حکومت ته یې وړاندیز کړی دی چې د 17فیصده سېلز ټېکس څه برخه دی د مصنوعاتو د پېداوار په ځای کې واخېستې شي، څه برخه دې دغټ کاروباري او څه برخه دې بیا د وړوکي دکاندار نه واخستې شي.

حاجي افضل وايي چې د یو دکاندار یا تاجر لپاره به دا ممکنه نه وي چې د سېلز ټېکس دومره دروند رېکارډ وساتلی شي.

حکومتي دریځ

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ وايي چې حکومت یې په هېواد کې د ټېکس وصولولو ادارې اېف بي ار د گران طریقه کار او د پلټنو مرکزي ادارې اېف ايي ای له وجې کاروباریانو ته د راپېښو ستونزو نه خبردی.

دې زیاتوي چې د سېلز ټېکس په اړه د شناختي کارډ د شرط په شمول په ټولو مناسبو غوښتنود حکومت او تاجرانو ترمنځه خبرې اترې کېدلی شي او وايي چې څنگه وزیر اعظم عمران خان د چین د سفر نه بېرته راشي نوهیله ده چې په دې کې به څه پرمختگ وشي.

خو شوکت یوسفزۍ وايي چې دا وخت غټه ستونزه په هېواد کې هغو وړو کاروباریانو جوړه کړې ده چې د ټېکس نېټ ورک غځولو په مهم کې شامېلېدل نه غواړي خو دې وايي حکومت به هغه تاجران خپلې مخې ته نه پرېږدي.