د پاکستان سنیټ د داخله چارو د کمیټۍ غړو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پوځ دې په خپله ولقه کې د طالبانو پخواني او د جماعت الاحرار ډلې موجوده ترجمان احسان الله احسان نه "هیرو" نه جوړوي او څه رنگ چې هغه د خپلو جرمونو خپله اعتراف کړی دی په دغه بنیاد دې ورته د مرگ سزا ورکړی شي.
د کمیټۍ غړي او د متحده قامي مومنټ سره تعلق لرونکي سنیټر طاهر حسین مشهدي وویل "دده نه هیرو مه جوړئ...چې څه سزا يي ده، سزای موت زمونږ د قانون د لاندې، ده په خپله د خپل جرم اعتراف کړی دی."
د پاکستان پوځ تیره میاشت اعلان وکړو چې احسان پاکستاني ځواکونو ته تسلیم شوی دی او د پاکستان په ولقه کې دی.
پاکستاني مامورینو په دې اړه څه ډیر معلومات نه دي څرگند کړي چې دغه وسله وال ولې او یا ه کومو حالاتو کې ځان سپارلی دی؟
خو څیړونکي دا پوښتنې ضرور کوي چې دا ترا وخت احسان الله احسان د خپل منلو شوو جرمونو په لړ کې عدالت ته ولې نه وړاندې کیږي؟
احسان الله احسان د گڼ شمیر پاکستاني ټي وي چینلو په مرکو کې هم ښکاره شوی دی. کې
سنیټر مشهدي وویل احسان الله احسان ښه تازه، خوشحاله لیدل کیږي، خنده مسکا کوي او داسې ښکاري لکه چې د "فایوسټار" هوټلونو نه ورته خوراک ورکړی کیږي.
د ایم کیو ایم سنیټر وویل د احسان الله احسان "د میلمه په توگه ساتل يي زمونږ د پوهې نه بهر خبره ده."
د سنیټ کمیټۍ په اورونه کې ترهگرۍ خلاف د پاکستان په تگ لاره هم ټکونه وشول. په دې اړه نور حال اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین رپورټ کې اوریدی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5