د پاکستان پخوانیو قبایلي سیمو کې راتلونکې ټاکنې د جنرل اله دین د انتخاباتو بڼه اخلي؟

ټاکل شوې ده چې په پخوانیو قبایلي سیمو کې به د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ دپاره ټاکنې په ٢٠ جولايي ترسره کېږي

د افغانستان پولې ته څېرمه، د پاکستان پخوانۍ قبايلي سیمه کې د راتلونکو انتخاباتو وړاندې دمخالف گوندونو په امېدوارانو باندې د پولیسو مقدمې او د هغوي په جلسو جلوسونو بندیزونه په ډکټېټر نومې فلم کې د هیرو جنرل اله دین سره د نورو د منډې سیالي او انتخابي مقابله رایادوي.

په یاد فلم کې جنرل اله دین چې کله په یو غټ مېدان کې د نورو منډه وهونکو سره د ځغل سیالي کوي او اوگوري چې هغوي ترې وړاندې کېږي نو اله دین یې په تمانچه په پښو ولي او دغه شان یې له ځانه وروسته پاتې کوي.

په پخوانېو قبايلي سیمو کې انتخاباتو ته ولاړ د مخالف گوندونو امېدواران وايي هم دغه رنگ چل دوي سره کېږي.

د جنوبي وزیرستان نه د صوبايي اسمبلۍ یو ازاد امېدوار عبدالوحید مسید د وي او ای ډیوه "لویه خېبر پښتونخوا" پروگرام کې وویل چې په جنوبي وزیرستان کې چې دوي چېرته هم د انتخابي مهم لپاره گرځي نو د استخباراتي ادارو خلک ورپسي وي او اولس سره ېی لیدو کتو ته نه پرېږدي.

عبدالوحید مسید وویل چې پولیس کې پرې مقدمه هم درج کړی شوې ده او ادارو ېی د ټاکنو یوشمېر اهم پلویان هم نیولي دي څوک چې څو ورځې غېب وو او اوس ورته معلومه شوه ده چې د ټانک په جېل کې بندي دي او مقدمې پرې جوړې کړی شوي دي.

په یاده سیمه کې حکومتي چارواکو د انتخابي امیدوارانو تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو سیاسي مشرانو ته د خطر په اړه په یو سرکاري لیک کې وېل شوي قانون عملي کونکو ادارو ته معلومه شوي چې ترهگر په سیاسي غونډو باندې د حملو پلانونه لري او دا چې د رېموټ کنټرول حملې هم کولی شي. او ورته وېل شوي چې د سفر په وخت د سیاسي غونډو په ځایونو کې دې سخت امنیتي گامونه پرځای کړي.

په ډکټېټر فلم کې د جنرل اله دین د انتخاباتو منظر هم ورکړی شوې دی. د نړیوالو د فشار وروسته چې کله جنرل اله دین ټاکنو ته تیار شي نو هغه خپل مشیران پوه کړي چې ټاکنې به څنگه گټي.

په فلم کې په یوځای کې ښودل کېږي چې د جنرل اله دين پوځ د ووټونو اچولو مرکز ته راشي او کوم کسان چې خپلو امېدوارانو ته د ووټونو ورکولو لپاره په قطار کې ولاړ وي هغه په بلډېزرو خپلو بکسونو ته ورکش کړي او دغه شان اله دین ته ووټونه واچوي.

د مومندو ضلعې نه د عوامي نېشنل گوند امېدوار نثارمومند تور لگولی دی چې د کله نه د ټاکنو کمېشن د انتخاباتو امنیتي چارې او د ټاکنو د ورځې د ووټونو د مرکزونو دننه او بهر انتظامي چارې پوځ ته ورسپارلو اعلان کړی دی نو د هغې وروسته اوس د واکمن گوند امیدواران په جلسو کې ښکاره وېناگانو کې وايي چې د دوي گټه یقیني ده. هغه وایي باېد الېکشن کمشن ددغه وېناگانو نوټس واخلي.

نثار مومند تور ولگو چې حکومت یواځې د تحریک انصاف امېدوارانو ته امنیتی څوکۍ ورکوي او چې کله ورته دوي د امنیتي خواستونه ورکوي نه حکومت او د الېکشن چارواکي ېی په خبره بیخي غوږ نه گروي.

د تحریک انصاف امیدوارانو د مخالف گوندونو د تورونو په اړه څه ویلي نه دي خو په سرکاري خط کې د نورو په گډون د تحریک انصاف امیدوارانو ته هم خبرداری ورکړی شوی چې گڼي په غونډو یې حمله کیدلی شي.

ده دا هم نیوکې اوکړي چې د الېکشن د ځايي دفتر چارواکې دومره حده پورې فرق کوي چې د پرله پسې خواستونو باوجود ورته د ووټرانو سرکاري فهرستونه نه ورکړی کېږي.

د تېر گل، دوشنبې، په ورځ د جنوبي وزیرستان نه انتخاباتو ته ولاړ د پیپلزگوند عمران مخلص هم په ټانک کې یو مطبوعاتي کانفرنس کې په ځايي چارواکو تور لگولی و چې کله یې د پخواني صدر اصف علي زرداري او د سیمې نه منتخب قیدي پارلیماني غړو محسن داوړ او علي وزیر په پارلېمان کې د حاضریدو غوښتنه کړې نو حکومتي چارواکو یې پرضد د پولیسو مقدمې جوړې کړي.

ټاکل شوې ده چې په پخوانیو قبایلي سیمو کې به د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ دپاره ټاکنې په ٢٠ جولايي ترسره کېږي.