په قبایلي ضلعو کې تاریخي انتخابات او په دې اړه ځینې بنیادي معلومات

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د خېبر پښتونخوا په نوو ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ دپاره د جولايي په دویمه نېټه د انتخاباتو اعلان کړی دی.

دا به د پاکستان د جوړېدو نه وروسته اول ځل وي چې د دغو سیمو خلکو ته په صوبايي اسمبلۍ کې د استاذیتوب حق ورکړی شوی دی. ددې نه وړاندې د پخوانۍ فاټا پښتنو دا حق نه لرلو چې خپل استازي د صوبايي اسمبلۍ دپاره منتخب کړي.

په صوبايي اسمبلۍ کې دا وخت ټولې 124 څوکۍ دي چې پکې 99 عمومي، 22 د ښځو او درې د اقلیتونو لپار مقرر کړی شوې دي.

الېکشن کمېشن وايي چې د کورشمېرنې او سرشمېرنې د ادارې د شمېرو په اساس په خېبر پښتونخوا کې د نوو ضم شویو سیمو په برخه د صوبايي اسمبلۍ لپاره ټولې 21 څوکۍ رسېدلي دي چې پکې د ښځو لپاره درې او د اقلیتونو لپاره یوه څوکۍ ټاکل شوې ده.

د ټاکنو ترسره کېدو سره به د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ټولو صوبايي سیټونو شمېره 145 ته اورسي. دغه شان به د ښځو د چاوکو ټوله شمېره 26 او د تقلیتونو شمېره څلورشي.

پاکستان کې د ابادۍ په بنیاد تر ټولو غټه صوبه پنجاب ده. پنجاب اسمبلۍ کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره 371 چاوکۍ دي چې پکې عمومي چاوکۍ 297 , د ښځو سیټونه 66 او د اقلیتونو چاوکۍ 8 دي.

په دویم نمبر سند غټه صوبه ګڼل کېږي چې پکې د صوبايي اسمبلۍ ټولې چاوکۍ 168 دي ، 130 پکې عمومي، 29 د ښځو او 9 پکې د اقلیتونو چاوکۍ دي.



بلوچستان په څلورم نمبر تر ټولو وړه صوبه ده چې پکې د صوبايي اسمبلۍ لپار ټول 65 چاوکۍ دي، د ښځو لپاره پکې 11 او د اقلیتونو لپاره پکې درې چاوکۍ اېښودې شوي دي.

په تېر حکومت کې د یو ائیني ترمیم دلارې پخوانۍ قبايلي سیمې د خېبر پښتونخوا برخه ګرځولې شوي دي او ددغه ائیني ترمیم د لارې الېکش کمېشن ددې خبرې پابند دې چې د 25 مې جولاېی پورې په نوو ضم شوو سیمو کې د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې ترسره کړي.

په قامي اسمبلۍ کې د ضم شو ضلعو غړو د یو قرارداد دلارې غوښتنه کړی ده چې ددوي د ابادۍ شمېر سم نه دی شوې او باېد ددغه سیمو خلکو ته په پارلیمان کې پوره برخه ورکړی شي. دغه غړي وايي چې په دې اړه به په قاني اسمبلۍ کې یو قانون وړاندې کوي.

د شورو یا چارشنبې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د قانون او انصاف قایمه کمېټۍ په قامي او صوبايي اسمبلو کې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو چوکۍ زیاتولو په اړه د قانون مسوده منظوره کړې ده.

په مجوزه قانون کې د قباېلې ضلعو د قامي اسمبلۍ لپاره څوکې د شپږ پر ځای نهو ته او د صوباې اسمبلۍ چوکې د16 پر ځای 20 ته رسوولو وړاندېز شوی دی.

که پالیمان ددغه مجوزه قانون منظوري ورکړه نو بیا به په خېبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلۍ آوله شمېره 149و ته اورسي.

د کور او سرشمېرنو د ادارې ترمخه دا وخت د په پخوانۍ فاټا کې ټوله ابادي د پاسه 50 لکهه ده خو ددغه سیمو خلک وايي د پوځي عملیاتو له وجې په لکهونو خلک د خپلو سیمو نه بهر وو او هغوي په دغه شمېرو کې نه دي شمارل شوې.



په نوو ضم شو سیمو کې اوس هم نزدې په هره ضلع کې داسې ځایونه شته چې پکې تر اوسه د امنیت حال سم نه دی او د شمالي وزیرستان او خېبر ضلعې په شمول د یو شمې سیمو جنګ ځپلي خلک اوس په پېښور ، بنو، ‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعېل خان ا د هېواد په نور برخو کې د ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ ژوند کوي.

ملت پاله

عوامي نېشنل ګوند دریځ لري چې د روژې په میاشت کې د ټاکنو شې‌‌‌‌‌‌ډول اعلانول سم کار نه دی. د ګوند مرکزي سکتر میا افتخار حسېن ویلي دي د سیاسي ګوندونو لپاره به ممکنه نه وي چې خپل د ټاکنو مهم په تسلۍ سره تر سره کړي. الېکشن کمېشن باېد د روژې میاشت په نظر کې ساتلې وې.

د جماعت اسلامي صوبايي مشتاق احمد خان په سینېټ کې د تحریک استحقاق د لارې. ویلي دي چې په اورکزۍ ضلع کې د ضلعي انتظامي د اجازت. باوجود د پوځ د یو کرنل په وېنا دوي ته د جلسې کولو اجازت نه ورکړی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په عېني حال کې د بېلا بیلو سیمو سفرونه کړي دي او دغلته ېی د ترقۍ د منصوبو اعلانونه کړي دي.

د سیاسي يارټو لخوا په عمران خان نیوکی شوي دي چې وايي د انتخابي مهم په خاطر ېی. د ضم شوې قبایلي سیمو سفرونه پېل کړي. سیاسي ګوندونه دریز لري چې عمران خان د ټاکنو په مهم اثر اچوي.