په وزیرستان کې په دې وروستیو کې د وسله والو بریدونو او پوځي عملیاتو له امله ځایي خلک سخت ځورېږي اؤ وايي د شلو کلونو راهسې یې کورونه او کاروبارونه وران شوي او عادي ژوند نه شي کولی.
په پښتونخوا کې له سوات نه تر وزیرستانه د دې ناامنۍ پر ضد وخت په وخت ولسي غونډې شوې دي خو څېړونکي وایي حالات لا هم خراب دي.
په وروستیو بریدونو کې، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي او څېړونکي وايي، دا لړۍ لا پای ته نه ده رسېدلې.
په وزیرستان کې په دې وروستیو کې د پرلهپسې وسلهوالو بریدونو او پوځي عملیاتو له امله ځايي خلک وايي چې ناامنۍ سخت پریشانه کړي او دوی عادي ژوند نه شي کولای.
ځایي خلک وایي د تېرو شلو کلونو راهسې د ناامنۍ په جال کې ګېر دي، کورونه او بازارونه یې وران شوي، او کاروبارونه یې په ټپه درېدلي دي.
ځایي اوسېدونکی عارف برکي وي او اې ډیوه ته وایي،دغلته له پوځي عملیاتو وروسته دوی ته د امن او پاکۍ تسلۍ ورکړل شوې وې، خو اوس هم ناامني دوام لري او حالات د تسلی وړ نه دي.
د تېرو نږدې شلو کلونو راهسې د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي او نورو سیمو کې د ترهګرۍ پرضد په یوه نه ختمېدونکې جګړه بوخت دی.
د عملیاتو په ترڅ کې په سیمه کې سلګونه پوځي قلعې او زرګونه چیک پوسټې جوړې شوې دي، خو ناامني لا هم دوام لري.
د ناامنۍ پرضد له سوات تر وزیرستانه لویې ولسي غونډې شوې دي. ځایي ولس وايي چې ناامني د یو پلان له مخې دوی ته راوړل شوې ده او هغوي پخپلو ویناؤ کې د پاکستان په جنګي تګلاره سختې نیوکې کوي.
دوی دا ادعا کوي چې د دې ناامنۍ تر شا د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې دي، خو پوځ دا تورونه رد کړي دي او وایي چې دوی وسلهوالو ته پراخه زیانونه اړولي دي.
ځايي خلک وايي، دا هغه سیمې دي چې پوځ د عملیاتو په ترڅ کې پاکې ګرځولې وې، خو بیا هم پکې ناامني دوام لري.
مدني فعال حفیظ وزیر ډیوه ته وایي "زه چې پیدا شوی یم دا جنګ روان دی. په سړکونو د وژل شویو کسانو جسدونه پراته وي، او د سرونو پرته وي. دلته جنګي الوتکې بمونه غورځوي، خلک له خپلو کورونو ایستل کېږي، خو که د ناامنۍ پرضد غږ پورته کړو، پر موږ د ترهګرۍ مقدمې درج کېږي".
په دې وروستیو کې د پښتونخوا په جنوبي سیمو، په ځانګړي ډول وزیرستان کې، د پوځ او وسلهوالو بریدونه زیات شوي دي.
تېره ورځ په جنوبي وزیرستان کې وسلهوالو د پوځ په یوه پوسته برید وکړ، چې شپږ عسکر په کې وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه واري منلې ده.
پوځ په ځوابي کاروايي کې پینځه وسلهوال وژلي دي او د لټون عملیات لا هم دوام لري.
څېړونکي وايي چې دا ډول پېښې د تېرو شلو کلونو راهسې د روانو بریدونو یو تسلسل دی.
خبریال رفعت الله اورکزی ډيوه سره خبرو کې وایي "په وزیرستان کې چې د وسله والو ډلو مرکز ګڼل کیږي داسې ښکاري چې کوم علیات شوي دعوې کیږي خو ځمکني حقایق بدل دي دغلته وسله وال خوندي ځالې لري د افغانستان نه دوی سره مرستې کیږي او حکومتي واکمني د نشت برابر ده".
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډا پور روانه اوونۍ په صوبه کې د چیک پوسټونو ختمولو اعلان کړی اؤ بل لوري ته د پښتون ژغورنې غورځنګ سیمه کې د روانې بد امنۍ په ضد په ۱۱ اکتوبر په خېبر کې د لویې جرګې رابللو اعلان کړی چې نوم یې ورته ولسي عدالت ورکړی .
د پي ټي ایم مشر منظور پښتین ویلي، دوی به په دې درې ورځنۍ جرګه کې د جنګ پرضد نوې قامي تګلاره جوړه کړي.