دافغانستان مشهور غره ختونکي (کوه پېما) علي اکبر سخي د زړه د حرکت بندیدو له امله په داسې وخت ژوند بايللی چې د نړۍ دويم ستر غره K2 څوکې ته ختلو.
په پاکستان کې د غره ختونکو داسانتياؤ او تربيې غېر دولتي ادارې الپاين کلب پاکستان د علي اکبر سخي د مړينې پخلی کړی او وي او ای ډيوه ته د ادارې سکتر کرار حېدري ویلي علي اکبر سخي د غره ختونکې ډلې سره يو ځائ وو چې په 7000 میټره اوچتوالي د زړه دورې سره مخ شو ۔
د قرار حيدري په خبره د علي اکبر سخي مرګ د k2 په دريم کېمپ کې شوی او مړی یې د راوړل کېدو امکان نه لري ځکه چې دومره اوچتوالي ته هيلي کاپټر نه شي ورتللی. K2 د 8000 میټر نه زیات لوړ دی.
کرار حیدري وایي "مونږ اوس په دې هکله څه نشو ویلی او دغه اوس د علي اکبر سخي د کورنۍ واک دی چې د هغه د جسد په هکله څه پرېکړه کوي“
بل لوري د هنزه یوه اوسيدونکې ثمينه بېګ د k2 غره څوکې ته د رسيدونکې لومړۍ پاکستانۍ غره ختونکې میرمنې ویاړ ترلاسه کړی او د پاکستان وزير اعظم ورته مبارکي ويلې ده ۔
کرارحېدري ووېل ، د ثمينه بېګ سره د شپږ غره ختونکو غړو ټيم هم په دغه سفر کې موجود ؤ او ثمينه بېګ د جمعې په سحر د کی۔ټو غره څوکې ته رسېدلې ده ۔
کرار حېدري ووېل”ثمينه بېګ د K2 غره څوکې ته رسېدلې او د خپلې ډلې دملګرو سره يې دغه کاميابي موندلې ۔
د ثمينه بېګ سره نورې زنانه غره ختونکې هم شامل وې ۔
کرار حیدري وایي "دا اوسنی موسم داسې دی چې دا وخت په لويه شمېره غره ختونکي موجود دي او د نړۍ دويم تر ټولو داوچت غره څوکې ته د رسېدو په هڅه کې دي“
د پاکستان وزير اعظم په خپل ټوېټر پېغام کې وېلي ، ثمينه بېګ د پاکستاني میرمنو د حوصلې، همت او بهادرۍ د علامت په توګه ځان په خلکو منلی او ثابته يې کړه چې د پاکستان زنانه د غره ختو د صبر وړ لوبه کې هم د نارينه ؤ څخه په شا نه دي پاتې ۔