د پي ټي اېم په غږ د پاکستان ٥٣ ښارونو کې د حکومت ضد احتجاجونه وشول

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د پي ټي اېم احتجاجونه وشول

د کارکونکو د نیول کیدو او ویرول کیدو خلاف د پښتون ژغورنې غورځنگ، پي ټي اېم، په غږ د پاکستان په ٥٣ لویو او وړو ښارونو کې د حکومت په ضد احتجاجونه وشول.

د احتجاجونو غوښتنه د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین کړې وه چې د پښتنو د بشري او آئینې حقونو دپاره غږ پورته کړی شي.

احتجاج کونکو غږونه پورته کول چې د تحریک نیول شوي ملگري دې خوشې کړی شي او د دوی په ضد دې لگول شوې مقدمې ختمی کړی شي. مظاهره چیانو د پاکستان په پوځي چارواکو په هېواد کښې د کرکې راپارولو او د ملک د کمزورې کولو تورونه هم ولگول.

د پښتون ژغورنې غورځنگ وايي ریاستي چارواکو په تېرو څو ورځو کښې د غورځنگ ځیني ملگري نیولي او یا یې ویرولي دي.

د تحریک یو مشر محسن داوړ وي او اې ډیوه ته وویل چې د گل، دوشنبې، په ورځ د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ( سويلي پښتونخوا) نه علاوه د سند او پنجاب په یوشمېر ښارونو کښې هم احتجاجونه شوي دي.

په کومو ښارونو کښې چې د منظور پښتین په غږ احتجاجونه شوي دي پکې د پاکستان سرښار اسلام اباد ترڅنگ د پنجاب صوبې لاهور، فېصل اباد، سرگودها، جهنگ، گجرات او ملتان او د سند صوبې کراچۍ، حېدر اباد، لاړکانه او ځينې نورو ښارونه شامل دي.

د خېبر پښتونخوا په پېښور، صوابۍ، سوات، ډېره اسماعیل خان، بنو، ټانک او نورو ښارونو کښې هم پښتنو احتجاجونه کړي دي.

د بلوچستان نه د ډیوه خبریال حمید سمسور وايي چې د صوبې په سرښار کوټه، ژوب، کلاسیف الله، لورالای چمن او د زیارت ترڅنگ نورو سیمو کښې هم اولسي مظاهرې شوي دي.

د قبائلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ، کرم، خېبر او د اورکزۍ ایجنسۍ په یوشمېر سیمو کښې هم خلکو احتجاجونه کړي دي.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو، د بخښنې نړیوال تنظیم او د بشري حقونو د څار ادارې دا میاشت په جلا جلا بیانونو کښې د پاکستان د ریاست لخوا د پښتنو د ځورولو او د دوی سره د توپیري چلن غندنه وکړه.

نړیوالو ډلو داهم غوښتنه کړې ده چې د پښتون تحفظ مومنټ نیول شوي پلویان دې خوشې او د دوی په ضد لگول شوي مقدمات دې بېرته واخیستل شي.