د پاکستان د بلوچستان صوبې د داخله چارو وزير مير ضياء لانګو ادعا کړې چې امنیتي او استخباراتي ادارو په ګډه د ترهګرو يو نېټورک نيولی دی.
ضيا لانګو دا دعوه په داسې وخت کړې چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د ايپکس کميټۍ په غونډه کې د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.
لانګو نن د جون په 26مه يوه خبري غونډه کې وويل، "کمانډر نصرالله عرف منصور، کمانډر ادريس عرف ارشاد نيول شوي دي دا دواړه له خوارج تحريک طالبان پاکستان سره تعلق لري، کمانډر نصرالله د ټي ټي پي د شورا رکن دی، تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله بي ايل اې دواړه ترهګر تنظيمونه دي او د هندوستان په مالي مرسته د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې ترهګري کوي".
د لانګو په وينا، "دا خبره په بيا بیا ويل شوې چې ددې ناامنۍ او ترهګرۍ تر شا د هندوستان لاس دی او له تېرو شلو کالو څخه هندوستان د دې ترهګرو ډلو مالي مرستې کوي، او د زموږ د همسايه ملک افغانستان خاوره استعمالوي، هندوستان او بهر ملکونو کې ناست خلک دلته د بلوچستان د ځوانانو ذهنونه د حقوق پر نامه خرابوي او استعمالوي يې ، خلک نور پدې کې بايد د يو چا او په خاصه د نړۍ کوم شک پاته نه شي".
د ضيا لانګو د دې تورونو په ځواب کې د هند کوم تازه دريځ مخې ته نه دی راغلی خو تر دې وړاندې هند په کلکو ټکو داسې تورونه رد کړي او دې ته ورته تورونه يې پر پاکستان لګولي دي.
پر کابل واکمنو طالبانو هم تازه بيان ته کوم غبرګون نه دی ويلی خو تر دې وړاندې افغان طالبانو د پاکستان داسې تورونه رد کړي او ويلي یې دي ترهګري د پاکستان داخلي مسله ده.
د بلوچستان په سر ښار کوټه کې په سرکاري ټي وي خبري کانفرنس کې د يو تن ويډيو پېغام چلول شوی، چې ياد تن پکې ځان د تحريک طالبان پاکستان کمانډر نصرالله عرف منصور په نامه يادوي او دعوي کوي چې له تيرو شپاړسو کالو څخه له ياد تنظيم سره پر مهمو عهدو پاته شوی او په زياتره ترهګريزو پيښو کې لاس لري.
ياد تن په خپل بيان کې وويل،"زما نوم کمانډر نصرالله عرف منصور دی، 44 کلن يم، له کلي وچه خوړه، تحصيل سره روغه جنوبي وزيرستان سره تعلق لرم، د ټي ټي پي تر جوړيدو وړاندې په 2005 کې د بیت الله مسود له ډلې سره مې ترهګريزو پېښو کې لاس درلود، په 2007 کې د ټي ټي پي له جوړيدو سره ټي ټي پي کې شامله شوم، ما مالي او تکنيکي او تشکيلات کتل، په کال 2024 کې مفتي زر ولي محسود زه د افغانستان و کندهارته وغوښتلم، دوی د بي ايل اې مجيد بريګېډ او ټي ټي پي په ګډه سره دا پريکړه کړې وه موږ يې د سپين بولدک له لارې د بي ايل اې د خلکو په مرسته د پاکستان بلوچستان صوبې ته د خاص مقصد لپاره راواړولو، د دې ترشا د هندوستان د استخباراتي ادارې (را) لاس دی".
دغه تن زیاته کړې، "هغوی غوښتل چې د بلوچستان په خضدار سيمه کې د ټي ټي پي مرکزونه جوړ کړل شي، د دوی درې مقصده وو چې اول په بلوچستان کې چيني وګړي په نخښه کړي او په داسې کولو سي پېک پروژه ناکامه کړي، اغوا براې تاووان کول دي او د لادرکه کسانو پروپېګنډا زياتول چې د پاکستان استخباراتي ادارې بدنامه شي، دريم په بلوچستان کې ترهګريځې پېښو کولو سره په خلکو کې ويره او مايوسي خورول وو".
د لانګو د دې خبري کانفرنس او دعوو په اړه د ټي ټي پي او نه هم د بي ايل اې کوم دريځ تراوسه مخې ته راغلی دی.
ضيا لانګو خبري کانفرنس په داسې وخت کې کړی چې دوې ورځې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشته سيمه کې د ايف سي ځواک پر کېمپ د ډله ييز وسلوال بريد زمه واري بي ايل اې منلې وه.
د يادې پېښې په اړه د بلوچستان د داخله چارو د وزير مير ضيا لانګو ويلي، " دوې شپې وړاندې وسلوالو په خالق اباد کې د ايف سي پر کېمپ او چوکيو بريد کړی وو، ايف سي پوليس او ليويز د دوی بريد ناکامه کړ، شاوخوا 50 وسلوالو غوښتل چې شل تنه عسکر تښتوي خو د دوی دا ارادې ناکامه کړل شوې، 18 عسکر ژغورل شوي او دوه تنه عسکر د وسلوالو په ډزو وژل شوي، زموږ عسکري ادارې د ترهګرو د جواب لپاره تيارې دي او هلته موجوده دي".
د ياد بريد زمه واري ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه او په ياد بريد کې يې د زيات ځاني او مالي تاوان دعوه کرې ده.