پخواني سینیټر الیاس بلور له نړۍ خپلې سترګې پټې کړې

د عوامي نیشنل ګوند د سپین روبي مشر حاجي غلام احمد بلور کشر ورور وتلي کاروباري شخصیت اؤ پخواني سینیټر الیاس احمد بلور د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ خپلې سترګې د مدام لپاره پټې کړې دي.

ټاکل شوې ده د الیاس بلور جنازه به سبا د اتوار په ماسښين د پېښور په وزیر باغ کې ادا کیږي اؤ بیا به هم په پېښور کې پخپله کورنۍ مقبره کې خاوره ته سپارل کیږي.

د پاکستان صدر ، وزیراعظم اؤ نورو سیاستمدارانو د الیاس بلور په مړینه خواخوږي ښودلې اؤ د هغه سیاسي خدمات یې په زرینو ټکو کې ستایلي دي.

د بلور کورنۍ د سرچینو له مخې ۸۴ کلن الیاس بلور د تېرې څه مودې راهسې د پختورګي یا ګردو په ناروغۍ اخته ؤ اؤ د طبعیت په خرابېدو د اسلام اباد په یو روغتون کې بستر کړل شوی ؤ چې تېره شپه یې ساه ورکړې ده.

الیاس بلور د خپلې کورنۍ د نورو غړو په څېر د عوامي نیشل ګوند یو فعاله مشر ؤ اؤ هغه د پاکستان د قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ غړی هم پاتې شوی ؤ.

ښاغلی الیاس بلور د پښتونخوا یو وتلی کاروباري شخصیت هم شمېرل کېدو اؤ هغه څو ځله د سرحد چېمبر اف کامرس صدر اؤ د بیلابیلو چېمبرونو په مهمو عهدو هم پاتې شوی ؤ.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ صدر اصف علي زرداري پخپلو بیلابیلو بیانونو کې د ښاغلي الیاس بلور په مړینه خفګان ښکاره کړی اؤ د هغه د کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

دواړو مشرانو ویلي چې الیاس بلور د ولسي خېر ښېګړې لپاره نه هېریدونکي خدمتونه ترسره کړي اؤ اؤ د سنیټر په توګه به د ارواښاد سیاسي خدمات تل یاد لرل کیږي.

د عوامي نیشنل ګوند لارښود اسفندیار ولي خان هم د الیاس بلور په مړینه ژوره خواشیني ښکاره کړې اؤ د هغه مړینه یې د بلور کورنۍ اؤ قامي تحریک لپاره یو نه راسر کېدونکی زیان بللی دی.

اسفندیار ولي خان د خپلې خواخوږۍ په بیان کې ویلي چې ارواښاد الیاس بلور خپل ټول ژوند د ولسي خدمت اؤ جمهوري اقدارو لپاره وقف کړی ؤ د خپلې وفادارۍ،دیانتدارۍ اؤ قربانیو په برکت یې په قامي تحریک کې په هر پړاؤ یو مهم رول لوبولی ؤ.

نوموړي ویلي د الیاس بلور په مړینه د پېښور سیاست کې یوه ستره تشه رامنځته شوې چې دې تشې ډکېدل به ممکن نه وي