د امریکا کیلیفورینا ریاست په سین برنډینو ښار کې د معذورانو د بحالۍ په یو مرکز حمله کونکي تاشفین ملک تعلق د پاکستان پنجاب صوبې لیه ضلع د کروړ لعل عیسن سره دی. دغه کلی د پاکستان سر ښار اسلام اباد نه شاوخوا ۸۰۰ کلومیټره لری سوېل اړخ تر پروت دي. کروړ لعل عیسن د پنجاب ایالت ملتان ښار نه ۲۰۰ کلومیټره لری دی. د پنجاب دغه لری پروت کلې د میانوالي او ډیره غازي خان په لوی سړک راځي . او د جنوبي پنجاب د نورو وروستو پاتې سیمو په شان پکې غربت او مذهبي سوچ په ښکاره په نظر راځي.
د ډیوه ریډیو خبریال ارشد حسین واېي دغه کروړ لعل عیسن وروستو پاتې کلی دی او خلک ېې زیات تره زمینداري، دکانداري او خوارۍ مزدورۍ کوي. او زیات خلک ېې غریبانان دي. خو سره ددی غربته دغه کلي کې جماعتونه، دیني مدرسی ښی ډیری دي او خلک ېې مذهبي فکر لري. د هغه په وینا زیات تره زنانه په پرده کې ګرځي او د سړو لوېې لوېې ګیري دي.
د کروړ لعل عیسن سېمه کې فرقه ایز تشدد هم وخت په وخت لیدل کیږي او په پنجاب کې په تازو کې شوي بلدیاتي انتخاباتو کې هم دغلته د شیعه مسلمانانو یو ځاېي مشر د انتخاباتو یوه روځ وړاندی وژل شوی. د تاشفین ملک د پلارني کلي کروړلعل عیسن د سترګو لیدلې حال د ډیوه ریډیو خبریال ارشد حسین پدی رپورټ کې تاسو هم اوریدې شۍ.
Your browser doesn’t support HTML5