خادم رضوي: پوځ راته په حکومت د غوښتنو منلو باور راکړی و

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال

د تحریکِ لبېک مشر خادم حسېن رضوي ویلي د اسلام آباد احتجاج ختمولو لپاره یې د حکومت نه بلکې د پوځ او د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي لوړ رتبه چارواکو سره خبرې اترې کړې وې او پوځ ورته په حکومت د غوښتنو منلو باور ورکړی و.

د پاکستان یو شخصي ټېلې وژن سره خبرو اترو کې د ښاغلي رضوي وویل کله چې د حکومت او د دوي ترمینځ مذاکرات ناکامه شول نو دوي له د پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي جرنیلان ورغلل او باور یي ورکړو چې حکومت به یې ټولو غوښتنو ته غاړه ږدي.

بلخوا، د پاکستان د کورونیو چارو وزير احسن اقبال هم په دې اړه د سماجي رابطې په ويب پاڼه ټوېټر يو پيغام کې ویلي د حکومت او په اسلام اباد کې د احتجاج کونکو ترمينځ د شوې لوظنامې پرته بله کومه غوره لار نه وه

هغه وویل که دغه صورتحال د نورو څليريشتو۴٠ گنټو پورې جاري وی نو ګرد هیواد کې د فساد خطره وه.

د تحريک لبېک په مشرې کې دغه احتجاجي ناسته تر دریو هفتو پورې جاري وه او دغه مهال د خبرو د لارې د شخړې په هواري کې د ناکامۍ ورسته حکومت د احتجاج په زور هم د ختمولو ناکامه هڅه وکړه خو مظاهرې د پاکستان په نورو ښارونو ته پېل شوي او بیا حکومت د پوځ په منځگړي تحریک سره معاهده وکړه چې ترمخه یې د قانون وزير ذاهد حامد استعفی ورکړه .

د يو شخصي ټي وي سره خبرو کې د تحريک مشر خادم حسين رِضوي وویل چې پوځ ورته د هغوي د غوښتنو په حکومت د منلو باور ورکړی و.

پدغه شخړه که يو خوا د حکومت په کردار ټکونه کيږي نو ورسره د پوځ رول هم غندلې شي او نیوکې پرې کیږي.

پدغه شخړه کښې د پوځ په کردار ځیني سياستمدارانو، او پاکستاني قاضیانو پښتنې راپورته کړې دي.

د اسلام اباد د هايي کورټ جج شوکت صديقي ويل پوځ څوک دی چې دريمګړی توب کوي او که د سياست سره یي ډير شوق وي نو د پوځ نوکري دې پريږدي او سياست دې شروع کړي.

مطبوعاتو کښې پخواني وزير اعظم نواز شريف هم د احتجاجي پرلت ختمولو په طريقه کار او د مظاهرچيانو سره د پوځ په يو اړخيزه لوظنامه سوالونه راپورته کړي.

څيړونکي وايي دا هر څه څرګندوي چې رياست د مذهبي تندلارو په وړاندې خپله ماتې منلې او دا لړې به لا نور هم رياست کمزورې کړي.

د پيښور پوهنتون د نړيوالو چارو د څانګې استاذ او څيړونکې اعجاز خټک د وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل په کوم ډول چې رياست ددغه مذهبي تندلارو وړاندې سر ټيټ کړو نو دا ښاي چې راتلونکې به یې هم څه ډير ښه نه وي.

اعجاز خټک زياتوي يو جنرال چې څنګه د ترهګرۍ په تور نيولې شوي مظاهرچيان خوشې کړي او بيا ورته د روپیو ډکې لفافې ورکړې نو دا په رياست کې د روان خراب انتظام نښې دي.

هغه بيا په سوشل ميډيا د پوځ په عمل، عکس العمل ته په اشاره کې وایي پوځ يواځې د پنجاب صوبې اوسیدونکي خپل ګڼي او د نورو قامونو لکه پښتنو ، بلوڅانو او سنديانو سره دغه شان چلن نه کوي.

يو بل څيړنکار ډاکټر حسن عسکري د اعجاز خټک سره اتفاق نه کوي او په پوځ ټکونه د هېواد دننه د سياسي تقسيم نښې بولي.

ښاغل عسکري گنړي که پوځ د درېمګړي کردار پرځائی که په مظاهرچيانو ډزې کړې وی نو بيا په پې هم تنقيد کيدو . حکومت چې د هرې لارې د ازمايلو ورستو ناکامه شوو نو هله پوځ د حکومت په خواست راوړاندې شو.

ددغه احتجاجي پرلت ختمولو کښې د پوځ په کردار په سوشل ميډیا کښې هم تروسه بحث روان دی او ځنې د سوشل میډیا کارونکي ليکي د پنجاب د مذهبي افراطيانو سره د پوځ دغه چلن په هېواد کې د نورو قامونو ځاې او حثيت لا نور څرګند کړې او يو صارف ټوقه کوي بايد چې د فاټا اولس خپله سيمه په پنجاب کې ورګډه کړې چې داسې د پوځ او د هېواد د سياسي اشرافيې د خوښې وړ وګرځي .