د شېراني ضلعې د مرستيال کميشنرې پر موټر وسلوال بريد شوی خو هغې ته زیان نه دی رسېدلی

د بلوچستان په کلاسيف الله سيمه کې د صوبې د شېراني ضلعې د مرستيال کميشنرې ثناء ماه جبين پر موټر وسله وال بريد شوی، خو نوموړې د پېښې له ځايه روغه وتلې ده.

د کلاسيف الله مرستيال کميشنر سعيد دومړ د پنجشنبې- زيارت په ورځ وي او اې ډيوه ته د ټليفون له لارې پېښه تاييد کړې او ويلي چې ماه جبين له کوټې ږوب ته پر لاره وه، چې د تنګې حيدرزي په غرنۍ سيمه کې وسله والو د مرستيال کميشنرې د موټر پر کاروان ډزي وکړې.

په بريد کې مرستيال کميشنرې او ليويز عسکرو ته کوم ځاني زيان نه د اوښتی، خو د ليويز پر موټر ګولۍ يا مرمۍ لګېدلې دي.

د سيمې ليويز وايي د مرستيال کميشنرې په قافله کې روان ليويز عسکرو پر وسله والو جوابي ډزي وکړې، او هغه د پېښي له ځايه په تېښته بريالي شول.

تر اوسه نه خو د پيښې پړه چا منلې ده او نه هم د وسله والو د موخې په اړه کوم مالومات لاسته راغلي دي. حکومتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تنګه حيدرزی د ږوب او کلاسيف الله ضلعو په منځ کې پرته سيمه ده، او دلته پرون د چارشنبې- شورو په ورځ هم د ليويز چارواکو په خبره وسله والو لويه لار تړلې وه، خو د ليويزعسکرو په ورتګ سره وسله وال له هغه ځايه تښتېدلي وو.

ګوال حيدرزی او ګوال اسماعيل زی د کلاسيف الله له حساسه يا خطرناکه سيمو ګڼل کېږي. په تېرو کلونو کې دې ته شاوخوا سیمې د وسله وال طالبانو او د طالبانو د پلويانو ځالې ګڼل کېدې.

په يادو سيمو کې او پر لويه لاره پخوا هم پر امنيتي ځواکونو او اولسي خلکو د وسله والو بريدونه شوي دي.

په کلاسيف الله، ږوب، شېراني او موساخېل سيمو کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښو زور نيولی او وخت په وخت يوبل ځای داسي پېښې رامنځته کېږي.

د پېښو پر ضد د ږ‎وب شېراني ټول ګونديزې کمېټۍ يا ال پارټيز اېکشن کمېټۍ د اتوار يا يکشنبې په ورځ په ږوب کې يوه جرګه رابللې، چې د داسي پېښو د مخنيوي حل لاره ولټوي.

د يادو ضيلعو په غرنۍ سيمو کې په دېُ ورستیو کې په وار وار وسله وال ليدل شوي او ځايي اوسېدونکي يې له حکومته د مخ نیوي غوښتنه کوي.