د خېبر پښتونخوا جنګ ځپلې قبایلي ضلعه کورمه کې د ځمکې پر سر پېل شوې نښته اوس په فرقه ییزې شخړې بدله شوې ده چې له امله یې د سیمې امن او ژوند شل شوی دی.
په دې خونړیو نښتو کې د یوې اوونۍ په موده کې ۴۶ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان شوي دي، د سیمې څخه سرچېنې وایي د درملنې لپاره د ضلعې په روغتیایي مرکزونو او روغتونونو کې اسانتیاوې کمې دي او د لارو تړل کېدو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.
د روغتیا څانګې چارواکي وایي چې ډېری ټپیان د پاړه چنار او سدې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
دوی زیاتوي چې په روغتونونو کې بیړنی حالت پرځای دی، خو د لارو بندېدل یې د درملو او طبي وسایلو په برابرولو کې لوی خنډ جوړ شوی دی.
دې حالت په سیمه کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو ویره زیاته کړې ده.
د ضلعې لارې تړل شوي، بازارونه او تعلیمي ادارې بندې دي:
د نښتو له امله، هغه لارې چې کورمه له نورو سیمو سره نښلوي، تړل شوې دي.
د دې بندیز له امله، بازارونه او تعلیمي ادارې هم له یوې اوونۍ راهیسې تړل شوي دي، او خلک د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
ځايي خبریال محمد علي طوري وایي چې د خوراکي توکو، تېلو او دواګانو د کمي له کبله خلک په ستونزو کې ښکېل دي.
هغه ویل چې د تاوتریخوالي د پېښو له امله په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړل شوي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.
د نښتو پرمهال د درنو او سپکو وسلو استعمال:
د ضلعي انتظاميې افسر، ډپټي کمشنر د دعو سره سره، دودیزو قبایلي جرګو تر اوسه ونه شو کولی چې دواړه خواوې په اوربند راضي کړي.
نښتې د یوې اونۍ نه د جمعې په ورځ هم په څلورو مختلفو ځایونو کې دوام لري، او دواړه خواوې د یو بل پرضد درنې او سپکې وسلې کاروي. ځايي خلک وایي چې توپ او ماټر ګولې د نښتو پرمهال کارول کېږي.
په سیمه کې د تعلیمي څانګې یو فعال، عمر اورکزی وایي چې د جګړو او تاوتریخوالي له امله قبایلي سیمې په تعلیمي برخه کې له وړاندې وروسته پاتې دي، او د کورمې په نښتو کې د تعلیمي ادارو تړل کېدل د تعلیم حالت نور هم خرابوي.
اور بند لپاره د جرګې مشرانو او د حکومت هڅې:
په پاړه چنار او پېښور کې، د دواړو خواو مشران د اوربند غوښتنه کوي، خو دوی وایي چې هر ځل چې دوی اوربند ته نږدې کېږي، یو نامعلوم اړخ بیا نښتې پيلوي.
دوی له حکومته غوښتنه کوي چې په دې برخه کې جدي مداخله وکړي او د اوربند لپاره مرسته وکړي.
د جرګو مشرانو هم ویلي چې حکومت پخوا د جګړو د بندولو لپاره سختي کوله، خو اوس داسې هڅې نه تر سترګو کېږي، چې له امله یې نښتې شدت موندلی دی.
قبایلي مشر او پخواني پارلماني غړي ساجد طوري ویلي چې د نښتو له کبله مالي او ځاني زیانونه ډېر شوي او د سیمې امن ته سخت زیان رسېدلی دی.
په ورته وخت کې، د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف غړو له پوځ غوښتنه کړې چې په کورمه کې روانې نښتې ودروي، خو تر دې دمه پوځ په دې اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
د حکومت او پوځ رول:
د کورمې ډپټي کمېشنر جاوېد الله مسید وایي چې د نښتو د درولو لپاره انتظامیه، پولیس، پوځي چارواکي او قبایلي مشران ټول په هڅه کې دي، خو ځايي مشران وایي چې حکومت د سرتېرو او درنو وسایلو کارولو ته اړتیا لري که په دې توګه د نښتو مخه نیول کېدای شي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د خلکو منتخب استازي حمید حسین طوري وايي په دې نښتو کې د حکومت ناکامې هڅې او د خلکو اندېښنې ښیي چې که حالات ډېر ژر قابو نه شي، نو د سیمې اوسېدونکي به د لا سختو ستونزو سره مخ شي، او د جګړې اور به نور هم خپور شي.