په کوټه کې په دوو ورځو کې دریو چاودنو د پولیس په ګډون 12 تنه ټپيان کړي

حکومتي چارواکي په کوټه کې د تشدد د بېښو ذمه واري په بېلتون خوښو مسلح ډلو لګوي

د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې په دوو ورځو کې درې چاودنې شوي چې د عسکرو په ګډون پکې لږ تر لږه 12 تنه ژوبل شوي دي.

د کوټې د پښتون اباد پوليس تاڼې د مشر (اېس اېچ او) امين جعفر په وينا، نن د ګل/ دوشنبې په سهار د کوټې په چالو باوړۍ سيمه کې چاودنه شوې چې هدف يې د پوليس ګاډی وو.

" کله چې له هغې سيمې د پوليسو د ګزمې ګاډی تېرېدو، په هم دغه وخت چاودنه شوې خو پوليس پکې خوندي پاتې شوي، هلته موجوده لارويان پکې ټپي شوي دي، ګمان کوو چې دا لاسي بمي بريد دی، مونږ د پېښې پلټنې کوو او نور معلومات را ټولوو".

د کوټې د سېول روغتون وياند وسيم بېګ په خبره د چاولو باوړۍ اووه ټپيان سېول روغتون ته ور وړل شوي، دوه پکې زيات ټپي شوي دي.

" نن غرمه اووه تنه ټپيان سېول روغتون ته راوړل شوي، ټپيان د روغتون په ټرامه سنټر کې یې درملنه کيږي، دلته مو ډاکټران او د سنټر ټول کارمندان چمتو کړي دي".

يوه ورځ وړاندې د اتوار/يکشنبې په ماښام د کوټې ګوالمنډۍ تاڼه باندې لاسي بم غورځول شوی، د ګوالمنډۍ د تاڼې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل، " د ماښام وخت وو، د تاڼې په غولي کې لاسي بم راغورځول شوی چې پکې په تاڼه کې په ډيوټۍ موجود د پوليسو عسکر محمد زمان او د ځايي چاينکي هوټل مزدور نور جان ټپي شوي، د ټپيانو حالت اوس ښه دی، د پېښې مقدمه مو درج کړې ده".

د پوليسو په وينا د پېښې سي سي ټي وي فوټيج/ ويډيو ترلاسه کړل شوې، يو کس د پوليس د تاڼې له ګېټ سره ودريږي او په تادۍ کې په تاڼه بم وغورځوي او د پېښې له ځايه و تښتي، ياد تن سرتور سر او مخ یې ښکاره وي، پوليس وايي د بريدګر په لټه کې دی.

هم پرون د اتوار په سهار د کوټې سرياب سړک باندې د اېف سي پر چوکۍ لاسي بمي بريد کې درې اېف سي عسکر ټپي شوي وو. د پوليس چارواکو په وينا ټپي شوي عسکر د اېف سي روغتون ته وړل شوي چې حالت يې له خطرې بهر دی.

په کوټه کې لاسي بمي بريدونه په داسې وخت کې کيږي چې د حکومت له لوري په سر ښار او ټوله صوبه کې د پاکستان د جوړيدو 14م اګست د ورځې په تړاو د کلکو امنیتي ګامونو پورته کولو دعوې کوي.

د بلوچستان وزير اعلا ويلي چې ياده ورځ به په ښه او خوندور ډول لمانځي. هغه ويلي، "ځينې قوتونه د ترهګرۍ له لارې خلک ويرول غواړي چې هغه به په دې کې کاميابه نه شي".