د ملګرو ملتونو د انساني حقونو اداره وايي ځینې ملکونه د کرونا وایرس حالات د خبریالانو د ازادۍ په خلاف استعمالوي

مېشېل بېچلېټ خپل بیان کې د انټرنېشنل پرېس انسټی ټیوټ هغه رپورټ ته هم اشاره کړې ده چې پکې وویل شوي دي د چین نه خورې شوې وبا وروسته په نړۍ کې اصل شمېرو ته د رسېدو په سر د مېډیا د ازادۍ خلاف  ۱۳۰ پېښې رپورټ شوي دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې خفګان څرګند کړی دی چې ځینې هېوادونه د کرونا وبا حالات د خبریالانو په خلاف د بهانې په توګه کاروي او اطلاعاتو د دوي رسايي یې محدوده کړې.

په یو بیان کې د ادارې هايي کمشنرې مېشېل بېچلېټ په هغو هېواودونو نېوکې کړي دي چې د کرونا وبا په اړه د کره شمېرو خپرېدو په سر خبریالان ګرفتاروي.

رویټرز خبري ادارې خپل رپورټ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشرې بېچلېټ په دې خبره زور ورکړی دی چې ازاده مېډیا د کرونا وبا په ضد روانه مبارزه کې اهم رول لوبوي او دا وخت نه دی چې په پېغام رسونکو تورونه ولګولی شي.

د بشري حقونو مشرې وویل چې دا وخت یو شمېر خلک د کرونا وبا د ویرو له امله ځان له شوي دي او روزګارونو ته نه ځي او خلک د وړاندې په پرتله مېډیا دا وخت ميډیا ته زیات متوجه دي او دا وخت د مېډیا رول ډېر مهم دی.

مېشېل بېچلېټ خپل بیان کې د انټرنېشنل پرېس انسټی ټیوټ هغه رپورټ ته هم اشاره کړې ده چې پکې وویل شوي دي د چین نه خورې شوې وبا وروسته په نړۍ کې اصل شمېرو ته د رسېدو په سر د مېډیا د ازادۍ خلاف ۱۳۰ پېښې رپورټ شوي دي.

دغه رپورټ کې ویلي شوي دي چې د وبا په وخت ۴۰ پورې خبریالان نیولي شوي او یوشمېر بیا د قانون په ضد کې راوستل شوي دي خو رپورټ وايي دغه شمېرې نورې هم زیاتې دي.

د بشري حقونو عالمي اداره وايي چې د خبرونو خپرېدو وروسته یوشمېر خبریالانو ته ګواښونه شوي او ځینو هېوادونو کې خبرې ادارې تړلی شوي دي.

څو ورځې وړاندې د مېډیا د څار نړیوالې ادارې چې د بې پولې خبریالانو په نوم یادېږي په خپل رپورټ کې ویلي چې په کرونا وبا کې د کره خبرونو خپرولو او اطلاعاتو د رسایې په وخت مېډیا ته د حکومتونو لخوا د پرېشانۍ وړ ګواښونه ورپېښ دي.

رپورټ کې ویلي شوي دي چې دا وخت په نړۍ کې جرنلزم په فېصله کن لسیزه کې داخل شوی دی.

د پاکستان په اړه د بې پولې خبریالانو په رپورټ کې ویلي شويدي چې پاکستان د مېډیا د ازادۍ په برخه کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د خپل تېر نمبر په نسبت ۱۴۵ ته را کوز شوی او درې درجې نور هم کښته تللی دی.

دې تنظیم پخپل تازه رپوټ کې ویلي، چې په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت له راتلو سره له تېرو دوو کلونو راهیسې د دې هېواد مېډیا خصوصاً شخصي ټیلیویژنونه تر سختو بندیزونو لاندې دي او ګڼ شمېر خبریالان له خپلو روزګارونو ایستل شوي‌ دي.

پاکستان کې که خبریالان یو خوا د حکومت د ګواښونو سره مخ دي بل خوا تند لارې ډلې هم دوي د ویرو سره مخ کړي دي.

دا وخت تازه بحث دا روان دی چې پاکستان کې د تبليغي جومات سره تړاؤ لرونکي مولانا طارق جميل په یو ټيلي ويژن پروګرام کې د وزیراعظم عمران خان سره د کرونا وبا دپاره د فنډ راټولو په موخه ويلي چې ټوله ميډيا دروغ وايي او د ښځو د بې حیايۍ خبرې کوي چې د عذاب سبب جوړیږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د مولانا طارق جميل بيان ته په غبرګون کې د حېرانتيا/ ويره څرګندونه کړې چې په ناوړه توګه يې د کرونا وايرس وبا د ښځو د حيا سره تړلې ده.

اېچ ار سي پي ويلي دغه ډول د بدې رویې اعتراضونه د قبلولو وړ نه دي او په ټیلي ويژن چېنل دغه خبرې خپرېدل په ټولنه کې د بد انتظامۍ سبب ګرځي.